1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مهاجرت؛ بريتانيا به له اروپا استخباراتي معلومات اخلي

۱۴۰۲ اسفند ۴, جمعه

له دې وروسته به بريتانيا د مهاجرو د قاچاق په تړاو د اروپايي اتحاديې و استخباراتي معلوماتو ته لاسرسی ولري.دا به د پلان شوې همکارۍ يوه برخه وي.

https://p.dw.com/p/4cmuF
UK Migration am Ärmelkanal
بريتانيا ته زيات مهاجر د مانش کانال له لارې له فرانسې څخه ورځيانځور: Ben Stansall/AFP

اروپايي اتحادیه او بريتانيا غواړي چې له دغې اتحاديې څخه د بريتانيا د وتنې يا بريکزيټ وروسته د سرحدونو د ساتنې په برخه کې همکاري زياته کړي. په دې ترڅ کې به بريتانيا د اروپايي اتحاديې هغو استخباراتي معلوماتو ته لاسرسی ولري چې د انساني قاچاق په ترڅ کې د جرمي ډلو په تړاو وي. دا د اروپايي سرحد ساتونکي آژانس، فرونتکس او بريتانيا تر منځ د پلان شوې همکارۍ يوه برخه ده.

د اروپايي اتحاديې او بريتانيا تر منځ دغه توافق به دواړو اړخونو ته اجازه ورکړي چې په آسانه توګه د غيرقانوني مهاجرت ضد معلومات تبادله کړي. په دې ترڅ کې کارپوه چارواکو د همکارۍ او د نوي تخنيک او تګلارو پر تبادله باندي هم تفاهم شوی دی. د رويټرز خبري آژانس د راپور له مخې دغه معلومات د بريتانيا حکومت ورکړي دي.

«مشترکو حلونو او ارادو ته اړتيا»

د راپور له مخې به ياد تړون په رسمي توګه د جمعې په ورځ (۲۰۲۴ کال د فبرورۍ ۲۳) د بريتانوي او اروپايي اتحاديې د استازو تر منځ لاسليک شي.

د بريتانيا د کورنيو چارو وزير، جيمز کلېوري ويلي دي: «د مهاجرت سره تړلي جرايم چې د خلکو د قاچاق سره تړلي وي، د نړيوالو چيلنجونو په توګه مشترکو حلونو او ارادو ته اړتيا لري.»

د بريتانيا لومړي وريز ريشي سونک، د خپل حکومت له لومړيتوبونو څخه يو لومړيتوب دا ټاکلی دی چې د کښتيو په مرستو د مانش کانال له لارط له فرانسې څخه د مهاجرو ورتګ مخه ونيسي. هغه هيله لري چې د دغو مهاجرو د ورتګ د شميرو راکمېدل به يې د محافظه پال ګوند سره په ټاکنو کې په ګټه پورته کولو کې مرسته وکړي. د روان کال په پای کې په بريتانيا کې ټاکنې تر سره کېدونکي دي.

له هغه راهيسې چې بريتانيا په ۲۰۲۰ کال له اروپايي اتحاديې څخه وتلې ده، د البانيا سره يې هم دوه اړخيزه تړون لاسليک کړی دی. د دغه تړون له مخې به البانيا هغه غيراصولي مهاجر بېرته له بريتانيا څخه اخلي او مني چې د دغه هيواد تابعيت لرونکي وي. 

د بريتانيا د کورنيو چارو وزارت د وياند په وينا د اروپايي اتحادیې سره د تړون په ترڅ کې د پيسو ورکړه نه ده شامله او نه هم پکښي د مهاجرو د بېرته اخيستلو موضوع شامله ده.

آ./ا.ا./ن.ز.