کابل: د کور او ښار جوړونې په وزارت کې چاودنې يو کس وژلی
۱۴۰۳ بهمن ۲۵, پنجشنبهپه کابل کې يو شمير سرچينو نن، پنجشنه د طالبانو د کور او ښار جوړونې په وزارت کې له يوې چاودنې څخه خبر ورکړی دی.
دغه سرچينو ويلي دي چې دا چاودنه ډېره «ځواکمنه» وه. دطالبانو ځينو سرچينو ويلي دي چې په دې پېښه کې يو کس وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي. زياته شوې ده چې بريدګر هدف ته تر رسېدو د داعش په کابل کې د برید پړه منلې دهمخه وژل شوی دی.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په کابل کې د کور او ښار جوړونې وزارت ته څېرمه د يوه ځانمرګي بريد خبر تائيد کړی دی او ويل شوي دي چې په دې بريد کې يو کس وژل شوی او درې نور ټپيان دي.
اړونده موضوع: داعش په کابل کې د برید پړه منلې ده
د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وياند عبدلمتين قانع، د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «ځانمرګي بريد غوښتل چې وزارت ته داخل شي خو له مجاهدينو څخه يو (د طالبانو امنيتي ځواکونو) پر هغه فېر وکړ او بيا د چاودنې په نتيجه کې يو بل کس ووژل شو او درې کسان ټپيان شول.»
د کابل د ايمرجنسي روغتون يوه داکتر چې نه يې غوښتل نوم یې په ډاګه شي، د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې «پنځه شپږ ټپيان» تر چاودنې وورسته ور وړل شوي دي.
له هغه وخت راهېسې چې طالبان واک ته رسېدلي او خپلو بريدونو ته یې د پای ټکی ايښې دی، په افغانستان کې د تاوتريخوالي کچه راټيټه شوې ده، خو د «اسلامي دولت» يا داعش ډله بمي بريدونه او حملې کوي.
د دې تازه بريد مسئوليت تر اوسه پورې کومې ډلې نه دی منلی. خو داعش د سې شنبې په ورځ په کندز کې د يوه بانک مخې ته د ځانمرګي بريد مسئوليت منلی وو. د فرانسې خبري آژانس په حواله په دې بريد کې د طالبانو په ګډون ۸ کسان ووژل شول.
په دسمبر میاشت کې په کابل کې د طالبانو د مهاجرو د چارو وزير خلیل الرحمن حقاني، په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو چې د هغه مسئولیت هم داعش منلې و.