1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

درې هیوادونه غواړي د کابل د هوايي ډګر مدیریت پر غاړه واخلي

۱۴۰۰ آذر ۳, چهارشنبه

ځينې سرچینې وايي چې متحده عربي اماراتو له طالبانو سره د کابل د هوايي ډګر د مدیریت منلو پر سر خبرې کړي دي. سربیره پر دې قطر او ترکیه هم غواړي د کابل د هوايي ډګر د مدیریت چاري پر غاړه واخلي.

https://p.dw.com/p/43OyV
Afghanistan Flughafen Kabul
انځور: Saifurahman Safi/Xinhua/picture alliance

د څلورو بهرنیو سرچینو په حواله چې د کابل د هوايي ډګر د مدیریت د موضوع په هکله یې معلومات لرل، متحده عربي اماراتو له طالبانو سره د کابل هوايي ډګر د چارو د پرمخ بیلو پر موضوع خبرې کړي دي. تر دې وړاندې قطر هم د کابل هوايي ډګر د مدیریت له پاره علاقه ښوولې وه.

په خلیجي هیوادونو کې د میشتو یادو دپلوماتیکو سرچینو په خبره، د متحده عربي اماراتو حکومتي چارواکو په وروستیو اونیو کې د طالبانو له چارواکو سره خبرې کړي دي. افغانستان چې په وچه کې ګیر دی او بحر ته مستقیمه لار نه لري، د کابل هوايي ډګر یې یوه مهمه ترانزیتي لار شمیرل کیږي.

یادې سرچینې چې نه یې غوښتل هویت یې ښکاره شي، رویترز خبري آژانس ته ويلي دي چې متحده عرب امارات غواړي په افغانستان کې د قطر د سیاسي نفوذ تقابل وکړي. قطر له طالبانو سره ډیرې نیږدې اړیکي لري او دغه هیواد د ډېرو هیوادونو او طالبانو ترمنځ د پله نقش هم لوبوي. سربیره پر دې، طالبان لا هم د قطر په دوحه کې سیاسي دفتر لري.

قطر او ترکیه چې د روان کال په اګست میاشت کې یې له افغانستانه د بهرنیو هیوادونو د اتباعو او افغانانو د تخلیې په پروسه کې مهم نقش لوبولی وو، په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د مدیریت په برخه کې لا هم مرسته کوي. د یاد سرچینو په خبره، قطر او ترکیې هم د کابل د هوايي ډګر د مدیریت منلو له پاره علاقه څرګنده کړې ده. یادو څلورو دپلوماتانو ویلي چې طالبانو تر اوسه پورې له قطر سره رسمي کوم توافق نه دی کړی.

Afghanistan I Taliban I Flughafen Kabul
انځور: Wana News Agency/REUTERS

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت یوه جګپوړي چارواکي وویل چې هیواد یې چې د افغانستان د پخواني جمهوري حکومت په دوران کې یې د کابل د هوايي ډګر د چلولو په برخه کې مرسته کوله، لا هم د یاد هوايي ډګر د چلولو په برخه کې مرستې کولو ته ژمن دی ترڅو افغانستان د بشري مرستو د رسولو په برخه کې هوايي دهلیز برابر کړي.

دوو دپلوماتانو وویل چې طالبانو له متحده عربي اماراتو څخه د مالي مرستو غوښتنه هم کړې خو په خبره یې دا لا روښانه نه ده چې دغه مالي مرستي د کابل هوايي ډګر له موضوع سره تړاو لري او که نه. د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت چارواکي او د دې وزارت د نړیوالو امنیتي همکاریو د څانګې مشر طالبانو ته د مالي مرستو د ورکړې پر موضوع پوښتنو ته ځواب نه دی ویلي.

د معلوماتو له مخې د کابل هوايي ډګر د مدیریت په برخه کې یوه موضوع چې روښانه ده هغه د دې مهم هوايي ډګر د امنیت موضوع ده چې طالبان نه غواړي بهرني ځواکونه دې دغه چارې پرمخ یوسي. طالبان وايي چې دوی په هیواد کې بهرني ځواکونه نه غواړي. خو د دې باوجود، د یادو دپلوماتانو په خبره د کابل هوايي ډګر په اړوندو ساحو کې د قطر ځانګړي ځواکونه امنیت برابروي او دا چې د طالبانو ځواکونه بیا بیرون ګزمې کوي.

واک ته تر رسیدو وروسته، طالبان لا هم په نړیواله سطحه د رسمیت پیژندلو په هڅه کې دي او د نړۍ ټول هیوادونه په دې برخه کې لا چوپه خولي دي او دغه ډله د بشري، اقلیتونو او ښځو د حقونو په برخه کې د طالبانو د ژمنو د عملي کولو په تمه دي.

په عین وخت کې قطر او یو شمیر نورو هیوادونو پر نړیوالو غږ کړی څو افغانستان یوازې نه کړي او له طالبانو سره یې تعامل ته هڅولي څو افغانستان له یوه بشري ناورین څخه وژغوري. خلیجي هیوادونه بیا په ورته وخت کې ویره لري چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل به دغه هیواد د القاعده شبکې د فعالیت سربیره د نړیوال تروریزم په یوه احتمالي مرکز بدل کړي.

رویترز / ح. خ / ن. ز