1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

متحده عربي امارات په شرایطو برابر کسانو ته تابعيت ورکوی

۱۳۹۹ بهمن ۱۲, یکشنبه

عربي متحده اماراتو خپل د تابعیت په قانون کې نوي اصلاحات معرفي کړي چې له مخې يې په شرايطو برابرو بهرنيانو ته تابعیت ورکوي. په نوی قانون کې د تابعیت د ورکړې شرايط څه دي او آیا له هغو څخه به افغانان هم ګټه واخیستلی شي؟

https://p.dw.com/p/3odcN
Aussichtsplattformen dieser Welt Burj Khalifa and Downtown Dubai
انځور: picture-alliance/robertharding/F. Hall

د رپوټونو په حواله، عربي متحده اماراتو د شنبې په ورځ (د جنوري ۳۰مه) د تابعیت د نوي قانون له تصدیق څخه خبر ورکړی دی.

د خليج ټايمز په نوم د متحده عربي‌اماراتو یوې انترنيټې ورځپاڼې په دې اړه لیکلي چې متحده عربي امارات به وروسته له دې د تابعیت د نوي قانون پر اساس په شرايطو برابرو افرادو او د هغوی د کورنۍ غړو ته تابعیت ورکوي.

د عربي متحده اماراتو صدراعظم، محمد بن راشد ال مکتوم په دې اړوند پر خپل ټويټر ليکلي دي چې د عربي متحده اماراتو کابينه، سيميزې محکمې او اجرائيوي شوراګانې به د تابعيت له پاره وړ افراد د روښانه معیارونو په رڼا کې په هره ګټګورۍ کې تنظیم کړي.

هغه زیاته کړې ده چې د تابعیت د نوي قانون پر اساس به د «پانګوالو، مسلکي کسانو او د ځانګړو مهارت لرونکو افرادو ترڅنګ به، ساينس پوهانو، ډاکټرانو، انجنيرانو، هنرامندانو، لیکوالانو او د دوي کورنيو ته  تابعيت ورکول کيږي.»

د عربي متحده اماراتو دغه اقدام او پر افغانستان یې اغیز

Vereinigte Arabische Emirate | Mars-Mission | Mohammed bin Rashid Raumfahrtzentrum
په شرایطو برابر کسانو د کورنيو غړو ته هم تابعیت ورکول کيږيانځور: AFP/G. Cacace

آیا د هیواد امنيتي وضعیت، اختطافونه او په اداراتو کې د فساد د شتون ادعاو ته په کتو، افغان ملي سوداګر او مسلکي سټې به دې ته میلان پیدا نه کړي چې اماراتو ته مخه کړي؟

د افغانستان د صنايعو او سوداګرۍ د خونې د مديره پلاوي غړي او مرستيال خان جان الکوزي په دې اړه دویچه سره په خبرو کې وويل: «دغه کار به زموږ په داخلي پانګونه باندې ډير منفي تاثير وکړي او ډير پانګوال به مو متحده عربی اماراتو ته ولاړ شي.»

د الکوزي په خبره په دې برخه کې په افغانستان کې موجوده بد امنيتي وضعیت او د کارو بار له پاره نامناسب شرايط او نورې ستونزې هم مستقیم رول لري.

د الکوزي په خبره په اماراتو کې له پخوا افغان سوداګر میشت دي چې دوي هلته د ۲۰۰ او ۳۰۰ میلیونو ډالرو يا له دې هم په ډيرو پیسو په مختلفو سوداګريزو برخو کې پر کارو بار بوخت ول. هغه وايي: «دننه په هیواد کې میشت سوداګر به په لومړي سر کې انتظار وباسي ترڅو وګوري چې په آماراتو کې له ميشتو افغان سوداګرو سره څه کيږي، که هغوی ته يې نتيجه ورکړه نو بیا به دوی هم خپل تصمیم نیسي.»

خو الکوزی خوشبينه هم دی او وايي چې په اماراتو کې د افغان سترو سوداګرو پرمختګ به د افغانستان پر اقتصاد هم تاثیر ولري او هغوی به په افغانستان کې هم خپلې څانګې ډيرې کړي.

عادي بهرني کارګر هم د تابعیت اخیستلو چانس لري؟

Afghanistan | Erster Güterzug mit Exportwaren vom Iran in Afghanistan
د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ خونه انديښنه لري چې د اماراتو دغه اقدام سره به له افغانستانه ډيره سرمايه ووځي - آرشيفانځور: Press office of herat provincial governor

خو دا چې په متحده عرب اماراتو کې د تابعیت دغه نوی قانون به په دغه خلیجي هیواد کې د میشتو عادي يا کارګرو افغانانو له پاره هم کومه ګټه ولري که نه، په دوبۍ کې افغان سوداګر عبدالرحمن رحيم صافی يې په اړه وايي: «نه، عام خلک له دغه قانون څخه ګټه نه شي اخیستلای او کوم شرایط چې دوی ټاکلي هغه ډير سخت هم دي.»

صافي دویچه وله سره په خبرو کې وويل چې په دغه قانون کې تر ډیره هغو کسانو ته چانس ورکړل شوی چې ځانګړي مسلکي مهارتونه لري. پر وينا يې د عامو خلکو له پاره يوازنی چانس د سوداګرۍ په ډګر کې دی، خو هغه سوداګري يې باید په لوړه کچه وي «لکه د الکوزی او عزيزي په څير د شرکتونو مالکان.»

صافي چې د سوداګرۍ ترڅنګ محصل هم دی، په دې باور دی چې د مسلکي لحاظه هم ډير داسې افغانان شته چې د تابعیت نوي قانون شرايط پوره کولی شي.

زياته شوې چې متحده عربي اماراتو د تابعيت تر لاسه کونکو ته د دې اجازه ورکول کيږي چې خپل اصلي تابعیت هم وساتي.

د تابعیت د نوي قانون څخه موخه د مهارتونو جذبول او د لا نورو پرمختګونه ترلاسه کول بلل شوي دي.

ټ.ر./م.ک.ص./ا.خ.ح.

دلته يو انځوريز البوم هم کتلی شئ: