1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

متحده عرب اماراتو له افغانستانه پر پروازونو بندیز وضع کړ

۱۴۰۰ تیر ۱۹, شنبه

د متحده عربي اماراتو د رسنیو په حواله، دغه هیواد له اندونیزیا او افغانستان څخه اماراتو ته پر تلونکو پروازونو بندیز لګولی دی. چارواکو ویلي چې یادو هیوادونو ته ترانزیت پروازونه برحاله دي.

https://p.dw.com/p/3wIrz
Katar Doha - Passagiere warten am Flughafen
انځور: Getty Images/AFP/K. Jaafar

د متحده عربي اماراتو چارواکو ویلي چې سر له سبا (د جولای میاشتې له ۱۱مې) نیټې وروسته، له افغانستان او اندونیزیا څخه دغه هیواد ته تلونکي پروازونه لغوه شوي او پرې بندیز وضع شوی دی. د متحده عرب اماراتو د چارواکو په خبره، دغه پریکړه یې د کرونا وبا د خپریدو له ویرې کړې ده.

د اماراتو چارواکو همدا راز ویلي چې ټول هغه مسافرین چې په تیرو ۱۴ ورځو کې په افغانستان او اندونیزیا کې پاتې شوي وي، دغه هیواد ته د هغوي پر ورتګ بندیز وضع شوی دی. دغه خليجي هیواد همدا راز ویلي چې دوی هم افغانستان او اندونیزیا ته د خپلو اتباعو پر ورتګ بندیز وضع کړی دی.

د متحده عرب اماراتو د ملکي هوايي چلند ادارې او د طبیعي افاتو او ملي بیړني بحران د مدیریت ادارې په حواله دیپلوماتان، د بیړنیو روغتیايي خدماتو تقضا کوونکي، رسمي پلاوي او له وړاندې نه تائید شوي اقتصادي او د ساینس د برخې پلاوي له دغو بندیزونو استثنا دي. دغه بندیزونه تر یوې نامعلومې نیټې پورې وضع شوي دي.