سمنګان: د طالبانو دوه غړي په وسلوال برید کې وژل شوي
۱۴۰۰ بهمن ۱۰, یکشنبهد سمنګان ولایت ځايي چارواکو د آلمان خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې د دې ولایت په دره صوف پایان ولسوالۍ کې د یوه وسلوال برید په پایله کې د طالبانو دوه تنه غړي وژل شوي دي. د دغه ولایت د طالبانو د والي ویاند خیرخواه سمنګاني، د آلمان خبري اژانس ته ویلي چې برید د جمعې په ورځ د نامعلومو وسلوالو کسانو له لوري شوی دی.
د سمنګان ولایت د طالبانو د والي ویاند همدا راز ویلي چې په دې پیښه کې د امر باالمعروف و نهی عن المنکر ریاست غړی مولوي نعیم او یو وسلوال کس هم وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې چې د همدې ولایت د امنیتي څانګې یوه بل جګپوړي چارواکي ادعا کړې چې د طالبانو یوې ډلې له بلې ډلې سره سو تفاهم رامنځ ته شوی او دا چې په دې پیښه کې د طالبانو یو غړی او دوه ملکیان وژل شوي دي.
په عین حال کې د پنجشیر ولایت له پاره د طالبانو والي عبدالحمید خراساني بیا د پنجشیر ولایت په روخ ولسوالۍ کې له یوه بریده روغ وتلی دی. خراساني د پیښې پخلی کړی او زیاتوي چې په پیښه کې نه په خپله ده ته بلکې ساتونکو ته یې هم زیان نه دی رسیدلی. تر اوسه پورې د دې برید مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی. د یادولو وړ ده چې په افغانستان کې اوسمهال اسلامي دولت ډله یا داعش او همدا راز د جبهه مقاومت په نامه ډله فعالیت لري.
د جبهه مقاومت ډله د پنجشیر ولایت په یو شمیرو سیمو کې فعال حضور لري او د طالبانو پر وړاندې یې وسله پورته کړې ده. د معلوماتو له مخې د مقاومت جبهې غړي تر ډیره پورې د دې ولایت په اندراب او په خپله د پنجشیر په دره کې ډیر فعال حضور لري.
بل لوري ته اسلامي دولت ډله یا داعش هم هڅه کوي چې په افغانستان کې خپل حضور لا پیاوړی کړی. طالبانو بیا د دې ډلې د ځپلو او له منځه وړلو ژمنې هم کړي دي. د افغانستان د پخواني نظام تر ړنګیدو او د تیر کال د اګست میاشتې په نیمايي کې واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته داعش ډلې په افغانستان کې یو شمیر خونړي بریدونه هم کړي دي.
آ./ا.خ.ح./ا.ا.