1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د دلتا ویروس په مقابل کي دوه اغېزمن واکسینونه

۱۴۰۰ مرداد ۱, جمعه

د اسرائیل له خوا د کرونا د دلتا بڼي په مقابل کي د بایونتیک-فایزر او استرازينیکا واکسينونو د موثریت د کموالي پر اعلان سربیره نوي تحقیات بلي نتیجې ته رسیدلي دي. بریتانوي ساینس پوهان هغه د دلتا په مقابل کي مؤثر بولي.

https://p.dw.com/p/3xuMj
Bildergalerie über die Varianten des neuen Coronavirus
انځور: Christian Ohde/imago images

په صنعتي هیوادونو کي له یوه طرفه د واکسیناسیون پروسه پراخه سوې او له بله طرفه بیا د کرونا محدودیتونو د له منځه وړلو او د دلتا بڼي په سبب د کرونا بحران د دوام په اړه تشویشونه ډیر سوي دي. ساینس پوهان دلته او هلته د کرونا د دلتا بڼي په مقابل کي د مختلفو واکسينونو د مؤثریت د اندازې په باب تحقیقات او خبري کوي.

د المانۍ ورځپاڼي، (فرانکفورتر رونډ شاو) د یوه رپوټ پراساس بریتانوي ساینس پوهانو د بایونتیک-فایزر او استرازينیکا واکسیونونو د موثریت د اندازې په باب تحقیقات کړي دي.

دغه څیړنه، چي نتایج یې په دې وروستیو کي د «نیوانګلنډ» په طبي مجله کي چاپ سوي دي، ښکاره کوي، چي بایونتیک-فایزر او استرازنیکا واکسیونونه د کرونا دلتا بڼي په مقابل کي ډیر مؤثر دي.

د نوموړو تحقیقاتو مطابق دغه واکسینونه هم د کرونا د دلتا او هم الفا بڼي په مقابل کي مؤثره دي، په دې شرط چي د واکسين دواړه دوزه ولګول سي. تحقیقات ښيي چي د بایونتیک-فایزر یو دوز ۳۶ او استرازنیکا واکسین يو دوز ۳۰ فیصده معافیت رامنځته کوي.

London Corona-Impfung im Impfzentrum
انځور: Dinendra Haria/Zuma/picture alliance

د نوو تحقیقاتو پراساس که یو څوک د بایونتیک-فایزر واکسين دواړه دوزه ولګوي، د کرونا د دلتا بڼي په مقابل کي ۸۸ فیصده معافیت پیدا کوي. او که د استرازنیکا واکسین دواړه دوزه ولګوي، بیا د دلتا بڼي په مقابل کي ۶۷ فیصده معافیت پیدا کوي.

په برتانیا کي تازه تحقیقات ښکاره کوي چي د واکسين دواړه دوزه لګول د کرونا پانديمۍ او خاصتاً د دلتا بڼي د انتقال د شکست په اړه د لا ډیر اهمیت درلودونکي دي.

اسرائیل په نړۍ کي لومړی هیواد دی چي پر دې باندي کامیابه سوی دی چي د خپل نفوس اکثریت واکسین کړي او اقتصاد یې بیرته رونق پیدا کړي. خو د عامي روغتيا وزير يې په دې وروستيو کي اعلان کړی ؤ، چي بایونتیک-فایزر واکسین د کرونا د دلتا بڼي په مقابل کي لږ مؤثریت لري.

د روغتيا نړيوال سازمان د وروستیو ارقامو پراساس د کرونا دلتا بڼه تر اوسه پوري په ۱۲۴ هیوادونو کي پيژندل سوې او لیدل سوې ده.