1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکیې ولي د امريکا د افغانانو د منلو پر پروګرام انتقاد کړی؟

۱۴۰۰ مرداد ۱۳, چهارشنبه

ترکیې د امریکا له خوا د افغان محلي کارکوونکو د منلو پر پروګرام باندي انتقاد کړی او په عین حال کي یې پخپل هیواد کي د مهاجرت د یوه بحران څخه خبرداری ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/3yWBW
Afghanistan Übersetzer Bundeswehr
انځور: picture-alliance/dpa

د دغه انتقاد دلیل د امریکا د حکومت هغه اعلان دی، چي پر اساس به یې دغه هېواد هغه په زرونو نور افغانان ومني چي د تقریبأ شل کلن جنګ پر مهال یې د امریکا متحده ایالاتو او یا د امریکايي تأسیساتو د پاره کار کړی وي.

تر ټولو دمخه پردې باندي انتقاد سوی دی، چي د دې پروګرام په جریان کي افغانان باید اول د یوه کال دپاره پخپل مصرف سره د هیواد څخه ووزي او په یو دریم هیواد کي ژوند وکړي، تر څو په دغه جریان کي یې امریکا ته د مهاجرت پرغوښتنه باندي غور وسي.

د ترکیې خارجه وزارت پرون، سه شنبه (د اګست دریمه نيټه) ویلي، چي دا به په ترکیه کي د یوه نوي « لوی مهاجرت د بحران» سبب وګرزي او د مهاجرت پر لارو د افغانانو عذاب او کړاو به نور هم ډیر سي.

انقرې اعلان کړی دی، چي ترکیه دا امکانات نه لري چي «د یوه دریم هیواد په نامه د مهاجرت پر یوه نوي بحران باندي غلبه حاصله کړي.» ځکه د امریکا متحده ایالاتو دغه تصمیم غیر مسؤلانه بولي.

Bildergalerie Flüchtlinge aus Afghanistan in der Türkei
انځور: Reuters/U. Bektas

په ترکیه کي همداوس ۳،۶ ملیونه سوريايي مهاجرین ژوند کوي. د اټکلونو پر اساس پردې سربیره هلته  تر نیم ملیون پوري افغان او د نورو هیوادونو مهاجرین هم ژوند کوي.

د ناظرینو په حواله د ایران له لاري هره ورځ په سلهاوو مهاجرین ترکیې ته وراوړي، چي اکثریت یې د افغانستان ، پاکستان او ایران دي. خو د بشر د حقوقو د مدافع وکیل، محموت کاخان د اټکلونو پر اساس ترکیې ته د افغان مهاجرو د راتګ یو نوی بهیر نه تر سترګو کیږي.

کاخان چي د وان په سرحدي ولایت کي د مهاجرینو د حقوقو له پاره مبارزه کوي، آلماني خبري آژانس »ډي پي ای« ته ویلي چي معمولأ په دوبي کي ډیر افغانان دغه هیواد ته راځي. ځکه نو باید په مني کي د افغانستان څخه د خارجي قواوو تر وتلو وروسته وضعیت مشاهده سي. د هغه په خبره د اکثریت افغانانو دپاره ترکیه فقط یو ترانزیت هیواد دی او اصلي هدف یې غربي اروپا ته تګ دی.

باید وویل سي، چي د ترکیې د لاري د مهاجرینو د تیریدو لار خطرناکه هم ده. اکثرأ هغوی د قاچاقبرانو پواسطه د سرحدي ښار وان څخه نورو لویو ښارونو لکه استانبول ته انتقالیږي، چي په جریان کي یې په تکرار سره د ناوړه پېښو ښکار کيږي.

همدا پرون سه شنبه (د اګست میاشتي دریمه نيټه) د ترکیې امنیتي قواوو په یوه لارۍ کي ۳۰۰ مهاجرین پیدا کړل، چي اکثره یې افغانان وه. د پروسږکال په جولای میاشت کي حداقل ۶۰ مهاجرین هغه وخت په اوبو کي مړه سول، کله چي یې کښتي د «وان» جهېل ته څيرمه ډوبه سوه.