1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

ترکيې له افغانستان سره پروازونو ته نوي مقررات ټاکلي

۱۴۰۰ تیر ۸, سه‌شنبه

ترکیې د کرونا د نوې بڼې د خپریدو د مخنیوي په هدف د هندوستان او بنګله دیش په ګډون له شپږو هیوادونو سره پر هوايي تګ راتګ بندیز وضع کړ. دغه هیواد د افغانستان او پاکستان د مسافرینو له پاره نوي مقررات هم اعلان کړي دي.

https://p.dw.com/p/3vjYM
TABLEAU | Türkei Coronavirus | Lockdown
انځور: Tansel Parlak/AA/picture alliance

د ترکيې د کورنيو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د جون ۲۸) اعلان وکړ چې د کرونا ویروس د نوې بڼې د خپریدو د مخنیوي په موخه یې د هندوستان، بنګله دیش، برازیل، سویلي افریقا، نیپال او سریلانکا هیوادونو سره ټول مستقیم او غیر مستقیم پروازونه لغوه کړي دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت په حواله ټول هغه کسان چې له نورو ځایونو راځي او یا هم ترکیې ته تر راتګ وړاندې یې په یادو هیوادونو کې وخت تیر کړی وي، اړ دي چې د کرونا منفي ټیسټ له ځانه سره ولري. د دغه وزارت په خبره، دغه کسان اړ دي چې په ترکیه کې ۱۴ ورځنی قرنطین هم عملي کړي.

د ترکیې د تازه مقراراتو له مخې، له پاکستان او افغانستان او یا هغه مسافرین چې په یادو هیوادونو کې یې وخت تیر کړي وي، ترکیې ته په رسیدو سره به ۱۰ ورځنی قرنطین عملي کوي.

په عین وخت کې په انقره کې د افغانستان سفارت د یوې خبرپاڼې له مخې «هغه مسافرین چې د قرنطین په ۷مه ورځ یې د PCR تست پایله منفي وي نو قرنطین به یې پای مومي، او که د PCR تست پایله یې مثبته وه، د ترکیې د روغتیا وزارت د «کوېد ۱۹» اړوند روغتیایي لارښوونو سره سم به د اخته کسانو د قرنطین موده وغځوي.»

د کرونا دلتا بڼه اوس د نورو هیوادونو ترڅنګ په افغانستان کې هم په چټکۍ سره د خپریدو په حال کې ده.