1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيااروپا

ترکیه: په لسو ثانیو کې د کرونا ویروس تشخیصوو

۱۳۹۹ دی ۱۳, شنبه

په انقره کې د بیلکنت پوهنتون څیړونکو د یوې نوې آزمایشي آلې د جوړولو خبر ورکړی دی چې د کرونا ویروس د تشخیصولو سرعت یي ۱۰ ثانیو ته را ټيټ کړی. د ترکي څیړونکو په خبره د دې آلې د معاېنې دقیقوالی تر ۹۹ سلنه پورته ده.

https://p.dw.com/p/3nS3u
Deutschland Erste Todesfälle nach Infektionen mit Coronavirus | Symbolbild Test
انځور: Imago-Images/photothek/T. Trutschel

په نړیواله کچه مختلف شرکتونه په چټکۍ سره د کرونا ویروس د تشخیصولو دستګاو پر جوړولو کار کوي او ځینې یي بازار ته هم وړاندې شوي دي. خو تر اوسه پورې هیڅ یوه دستګاه یا آزموېنه نه ده توانیدلې چې په ۱۰ ثانیو کې پر کرونا ویروس د یوه کس اخته کیدل دې تشخیص کړي.

په انقره کې د بیلکنت پوهنتون د نانو ټکنالوژۍ ملي تحقیقاتي مرکز د دغه هیواد د څیړونکو له خوا د نانو تخنیک پر بنسټ د تشخیصولو یو سیستم معرفي کړی دی. د دغه مرکز د څیړونکو په خبره دغه دستګاه یا آله د دې وړتیا لري چې بې د پوزې د مخاط د نمونې له اخیستلو څخه په لسو ثانیو کې د خولې د ترشحاتو له مخې پر کرونا ویروس د یو کس اخته کیدل تشخیص کړي.

د ترکیې دولتي خبري آژانس آناتولي لیکلي دي چې د دیاګنوویر"Diagnovir"  د پرمختللي ټکنالوژۍ په وسیله د کووید-۱۹ ناروغۍ د تشخیصولو میتود د لومړي ځل له پاره د ترکي متخصصینو له خوا کشف او اختراع شوی دی.

د ترکي رسنیو په حواله دا به په نړیواله کچه د (PCR) ټسټونو چې اوس په ټوله نړۍ کې معمول دي ځای ونیسي، ځکه دا میتود ډیر چټک او په څو ثانیو کې نتیجه ورکوي. مسئولینو تر راتلونکو دوو میاشتو پورې په پراخه کچه د دې دستګاه د تولید خبر ورکړی دی.

د دغو څیړونکو په حواله که د یوه کس د کرونا ټسټ مثبت وي دغه آله یا دستګاه یې له ۵ تر ۱۰ ثانیو کې معلوموي، او که منفي وي له ۲۰ تر ۳۰ ثانیو پورې وخت نیسي او د بشپړې ارزونې نتیجه یې مشخص کیږي.

د ترکي څیړونکو په حواله دغه دستګاه د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د ستندردونو یا معیارونو مطابق جوړه شوې ده، خو تر اوسه پورې د نوموړي سازمان له خوا د دې دستګاه د تائید او بازار ته د وړاندې کولو په اړه کومه اطلاع نه ده ورکړل شوې.