1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترکیې غونډې پر وړاندې اصلي خنډونه څه دي؟

۱۴۰۰ فروردین ۱۵, یکشنبه

افغان چارواکي وايي، د ترکيې غونډې ته چمتوالی نیسي خو د دې غونډې د اجنډا او ګډونوالو په اړه لاهم هوکړه نه ده شوې. د جنجال بنسټیز ټکي څه دي؟

https://p.dw.com/p/3rZmT
Russland Moskau Friedenskonferenz Afrghanistan
انځور: Mojib Rahimi

د مسکو تر ناستې وروسته د افغان سولې په تړاؤ بله مهمه غونډه د ترکیې ناسته بلل کیږي، چې ټاکل شوې وه د روانې اپریل میاشتې په لومړیو کې جوړه شي، خو د دې میاشتې د څلورو ورځو په تېرېدو سره لا هم د ناستې کره نیټه نه ده اعلان شوې.

ایا د ترکیې غونډه جنجالې شوې؟

د افغان سولې بهیر یوشمېر څارونکي وايي، چې د ترکیي د غونډې اجنډا او ګډونوال د بحث او جنجال مهم ټکي دي.

د نړېوالو اړیکو شنونکي نصرت الله حقپال دویچه ویله ته وویل: «د اجنډا ترڅنګ لوی بحث دا دی چې په دې غونډه کې په کومه کچه کسان باید ګډون وکړي، په دې اړه په طالبانو کې هم د نظر اتقاق نشته.»

د ښاغلي حقپال پروینا په غونډه کې د «انتقالي حکومت» بحث افغان چارواکي ځانته خطر بولي او طالبانو ته په اجنډا کې د «اوربند» شاملول او هغې ته غاړه کېښودل سخت بریښي.

Russland Afghanistan-Konferenz in Moskau
د طالبانو د پلاوي يو شمیر غړي د ماسکو په غونډه کېانځور: Alexander Zemlianichenko/AFP

خو حقپال وايي، که امریکا او ملګري ملتونه د دې غونډې جوړېدو ته صادقانه تصمیم ولري، کولای شي پر ښکېلو غاړه فشارونه ډیر کړي.

د ترکيي غونډې ته بیلابیلې طرحې

د راتلونکي حکومت طرحې بل مهم ټکی دی، چې ویل کیږي د ترکيي ناسته یې جنجالې کړې.

د افغان سولې بهیر څارونکي وايي، په ارګ او سپېدار کې د ترکيې غونډې ته بیلابیلې طرحې تر بحث لاندې دي.

ویل کیږي چې ولسمشر غني "تر وخت وړاندې ټاکنې" خو د ملي روغې جوړې شورا مشر عبدالله عبدالله بیا "د سولي انتقالي حکومت" په نوم پر یوې جلا طرحه کار کوي.

د ملي روغې جوړې شورا ویاند فریدون خوځون دویچه ویله ته وویل: «د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ کمیټې په هدایت کوچنۍ کمیټې ته دنده سپارل شوې چې د سولې اړوند طرحې او نظریات راټول او توحید یې کړي، مونږ هیله من یو چې د ترکيي تر ناستې مونږ وکولای شو یوه واحده طرحه چمتو کړو.»

 خوځون زیاته کړې چې تردې دمه نیږدې ۲۵ سیاسي جریانونو او سیاستوالو دې کمیټې ته تر ۳۰ ډېرې طرحې سپارلې دي.

خو ارګ وايي، د ترکيي د ناستې پر اجنډا او ګډونوالو تراوسه کومه هوکړه نشته.

Afghanistan Kabul Nationaler Sicherheitsberater Hamdullah Mohib
ارګ وايي، د ترکيي د ناستې پر اجنډا او ګډونوالو تراوسه کومه هوکړه نشتهانځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د شنبې په ورځ خبریالانو ته وويل: «تراوسه د ترکيي ناستې د اجنډا او د هغو کسانو په اړه چې ټاکل شوې هلته ګډون وکړي، توافق نه دی شوی.»

سره له دې چې په کور دننه د ترکيي غونډې د نیټي، اجنډا او ګډونوالو په اړه هوکړه نشته، خو رپوټونه وايي چې ترکيې، امریکا او ملګرو ملتونو په دې اړه هوکړه کړې.

د رپوټونو له مخې، د روانې اپریل میاشتې په ۱۶ نیټه دا غونډه پلان شوې ده.

د سولې خبرو سره همهاله د جګړو او ناامنیو ډېرېدل

په ترکيې کې د افغان سولې په تړاؤ د غونډې په اړه هلې ځلې داسې مهال چټکې شوي چې بیلابیلو ولایتونو کې جګړو او برېدونو هم زور اخېستی.

طالبانو په یوه تازه اعلامیه کې ادعا کړې چې افغان ځواکونو کندهار او بدخشان ولایتونو کې نوي عملیات پيل کړي.

په دې اړه د طالبانو په اعلامیه کې راغلي چې د کندهار په ارغنداب او د بدخشان ولایت په نسی درواز ولسوالیو کې بمبارونه شوي دي. په خبره يې څو ورځې وړاندې د خوست په صبریو او په ننګرهار او هلمند ولایتونو کې هم په طالبانو باندې بريدونه شوي دي چې له متحده آيالاتو سره له کړې توافقنامې څخه يې سرغړونه بولي.

طالبانو خبرداری ورکړی چې که جګړه او برېدونه ډیریږي مسؤلیت به یې پر مقابل لوري وي. له دغې خبرې څخه موخه یې ښايي افغان حکومت او يا امریکایان وي.

اسماعیل شاکر – کابل