1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

ترمپ د م.م. له بنسټونو د امريکا د وتلو فرمان لاسليک کړی

بريښنا صابر | اسوشتيد پريس، فرانس پريس
۱۴۰۳ بهمن ۱۷, چهارشنبه

دونالد ترمپ، د يوه اجرايوي فرمان په لاسليک کولو سره د ملګرو ملتونو د يو شمیر بنسټونو څخه وتلو ته لاره هواره کړه. ملګرو ملتونو ته د امريکا د بودجې د بياکتنې امر هم شوی دی.

https://p.dw.com/p/4q3fu
د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ
ولسمشر دونالد ترمپ، د سې شنبې په ورځ د ملګرو متلونو د بشري حقونو شورا (يو ان اچ آر سي) څخه د امريکا د وتلو اجرايوي فرمان لاسليک کړ.انځور: Jim Watson/AFP/Getty Images

د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د سې شنبې په ورځ د ملګرو متلونو د بشري حقونو شورا (يو ان اچ آر سي) څخه د امريکا د وتلو اجرايوي فرمان لاسليک کړ.

دا امر به دې ته هم لاره هواره کړي چې له ملګرو ملتونو سره د امريکا مالي مرستو ته له سره کتنه وشي.

د نورو اجريوي فرمانونو په اړه څومره پوهيږو؟

ترمپ، همدا شان د ملګرو ملتونو د فلسطينيانو د مرستې آژانس (انروا) څخه هم د امريکا د وتلو حکم کړی دی.

نوموړي ويلي دي چې واشنګټن په پام کې لري چې د ملګرو ملتونو په علمي، ساينسي او کلتوري سازمان (يونيسکو) کې هم د متحده ایالاتو پر ښکيلتيا له سره غوره وکړي. 

ولسمشر ترمپ په ۲۰۱۸م کال کې د هغه د حکومت په لومړۍ دوره کې هم د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا څخه امريکا ايستلې وه.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونيو ګوتېرش، وياند شتيفان دوجارېک، د ترمپ د اعلان په غبرګون کې وويل چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش، «نه ستړې کيدونکې هلې ځلې او کار کړی، څو د نوښت او وړتيا لوړولو په موخه يو شمیر اصلاحات پلي کړي.»

اړونده موضوع: «له افغانستان سره د امریکا د مرستو ځنډیدل به ناوړه پایلي ولري»

نوموړي وویل: «له ملګرو ملتونو سره د امريکا مرستې بې شمير ژوندونه ژغورلي او نړيوال امنيت ته یې وده ورکړې ده.» هغه همدا شان وويل: «عمومي منشي له ولسمشر ترمپ، او د امريکا له حکومت سره د خپلو رغنده اړيکو دوام ته سترګې په لار دی څو دغه اړيکې د نن سبا په بې ثباته نړۍ کې پياوړي کړي.»

«له واشنګټن سره تعصب»

د سپينې ماڼۍ د پرسونل مشر وېل شارف، د ملګرو ملتونو په بنسټونو او آژانسونو کې د «امريکا ضد تعصب» د شتون ادعا وکړه.

شارف، وويل: «په ټوله کې به دغه امرونه د ملګرو ملتونو په سازمانونو کې د امريکا ونډه او مالي تمويل د هغه ستر توپير په رڼا کې و ارزوي چې د امريکا او بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ موجود دی.»  

په دې منځ کې ولسمشر ترمپ، ویلي دي چې ملګري ملتونه «‌ډېره وړتيا» لري خو «په سمه توګه نه اداره کیږي.»

هغه وويل: «هر څوک باید له دې بنسټ سره مالي مرسته وکړي خو موږ لکه د تل په څېر غير متناسب يو [ په غير متناسب ډول دا کار ترسره کوو].»

 ترمپ: ملګري ملتونو بايد خپل ځان منظم کړي

ولسمشر دونالد ترمپ، خبريالانو ته وويل چې دغه سازمان بايد «ځان منظم کړي.» هغه زياته کړې: «دا په سمه توګه پر مخ نه وړل کيږي، که رښتيا ووایم خپل کار سرته نه رسوي.»

ترمپ، زياته کړه: «يو ډېر شمير دا شخړې چې موږ پرې کار کوو باید هواره شي او يا لږ تر لږه موږ یې په هوارولو کې مرسته ترلاسه کړو، خو موږ دغه مرسته هيڅکله ونه ليدله. دا باید د ملګرو ملتونو لومړی مقصد وي.»

ترمپ، د اوس په څير په خپله لومړۍ دوره کې هم د ملګرو ملتونو د هر اړخیزو بنسټونو د تمويل پر ضد کلک کمپاين کړی وو او پر نورو هيوادونو یې د ونډې اخيستنې غږ کړی دی په ځانګړي توګه د ناټو پوځي ائتلاف په تړاو.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۴۷ غړي د عمومي اسامبلۍ له لوري د دريو کلونو مودې له پاره ټاکل شوي دي چې د امريکا وروستۍ دوره د دسمبر پر ۳۱مه نيټه پای ته ورسېدله.

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب