1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یو هندو چې د ترمپ د روغتیا له پاره یې روژه نیولې وه مړ شوی

۱۳۹۹ مهر ۲۳, چهارشنبه

یوه ۳۲ کلن هندو چې له کووید ۱۹ ناروغۍ څخه يې د دونالد ترمپ د رغیدو په خاطر ۴ ورځې پرله پسې روژه نیولې وه د زړه د دریدو له امله سا ورکړې ده. هغه د روژې پر مهال شپه او ورځ د ترمپ د روغتیا له پاره دعاوې کولې.

https://p.dw.com/p/3jvhJ
Indien Feuerritual Splitterpartei Hindu Sena unterstützt Trump
انځور: Reuters/A. Mukherjee

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ په هندوستان کې ډیر مينه وال لري. کله چې دونالد ترمپ د کرونا په ویروس اخته شو، نو یوه مینه وال یې له دغې ناروغۍ څخه د هغه د روغتیا په خاطر څلور ورځې روژه ونیوله.

بوسا کریشنا راجو، د ترمپ د ناروغۍ له امله دومره خفه وو چې څلور ورځې پرله پسې یې روژه ونیوله او د هغه د روغتیا له پاره یې دعاګانې وکړې.

نوموړي هغه وخت خولې ته اوبه او ډوډۍ وړاندې کړل چې د ترمپ د رغیدو ډاډ یې ترلاسه کړ. دغه ۳۲ کلن هندی له روغتون څخه د ترمپ تر رخصتیدو یوازې یوه ورځ وروسته د زړه د دریدو له امله سا ورکړه.

ټولنیزو رسنیو دغه هندي وګړې ته د نږدې یوه تن په حواله لیکلي دي چې د ترمپ له ناروغۍ تر خبریدو وروسته هغه د یوې کوټې کونج ته لاړ او پرله پسې څلور ورځې یې له خوراک او څښاک څخه پرهیز وکړ.

نوموړی وروسته له دې چې د ترمپ د رغیدو خبر یې واورید له کوټې څخه دباندې ووت او د چایو د لومړۍ پيالې له څښلو سره یې وضعیت خراب شو او لږ وروسته یې په روغتون کې سا ورکړه.

هغه ته نږدې کسان وایي چې دغه هندي د زړه ناروغي نه درلوده او ګمان کیږي چې په عمومي ډول د بدن د کمزرۍ له امله یې خپل ژوند له لاسه ورکړی وي.

راجو، د هند د تلانګانا ایالت اوسیدونکی وو او له ترمپ سره یي د ډیرې علاقمندۍ له امله د هغه مجسمه د خپل کور مخې ته درولې وه. نوموړي د خپل دې عمل د علت په اړه ویلي وو: «ترمپ ماته لکه د بګوان دی او د تل له پاره مې د هغه مجسمه د خپل کور مخې ته درولې ده.»

هغه له ترمپ سره د ډیرې مينې له امله خپل نوم په «ترمپ کریس» بدل کړی وو. کله چې د روان میلادي کال په لوموړیو کې ترمپ له هند څخه لیدنه وکړه هغه ډیر کوښښ کړی وو چې د امریکا له ولسمشر سره یې لیدنه وشي، خو دغه هیله یې نیمګړې پاتې شوه.