1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيااروپا

په رواني ناروغیو اخته الماني عسکرو تعداد ډیر سوی

۱۳۹۹ اسفند ۱۱, دوشنبه

په خارج، په ځانگړې توگه افغانستان کي د هغو الماني عسکرو تعداد چي په رواني مشکلاتو نوي اخته کیږي، کال په کال لوړیږي. که څه هم په خارج کي د عسکرو تعداد تر پخوا راکم سوی، خو روحي ناروغان یې بیا ډیر سوي دي.

https://p.dw.com/p/3q2yl
Afghanistan KSK-Soldaten Markus Kreutzer
انځور: DW

په داسي حال کي چي د المان د پوځ ماموریت په خارج کي کال په کال راکم سوی، خو په ۲۰۲۰م کال کي په رواني مشکلاتو اخته عسکرو تعداد ۲۰۱۳ تنو ته لوړ سوی دی. په ۲۰۱۹م کال کي د دغه ډول ناروغانو تعداد ۱۸۳ تنه وو.

د الماني پوځ د صحي خدماتو د مرکز څخه ماتیاس فرانک د دې کار دلیل دا بولي، چي عسکر په اول سر کي فکر کوي، پخپله به جوړ سي او کله چي نه جوړیږي، بیا نو وروسته صحي مرکز ته مراجعه کوي. هغه وايي: «اکثره ګومان کوي چي د هغوی تکلیف پخپله ایسته کیږي، خو هغوی هغه وخت مراجعه کوي، چي ورباندي سخت فامیلي فشار وارد سي.»

تر ټولو دمخه د ۲۰۰۱م کال څخه تر ۲۰۱۵م کال پوري په افغانستان کي د المان د پوځ د ماموریت عواقب تر اوسه پوري پر هغوی باندي تاثیر کوي.

فعلأ ۳۰۰۰ عسکر په خارج کي ماموریت ادا کوي. د المان پوځ اټکل کوي چي درې فیصده ټوله دغه عسکر په رواني مشکلاتو اخته دي. خو نیمايي یې نه معلومیږي. د المان پوځ کوښښ کوي چي د مریضیو د توضیح کولو او بیانولو د لاري د هغوی رواني او روحي مشکلات حل کړي.

ضابط الکساندر شمید هم په رواني مشکلاتو اخته دی. خو له هغه سره یو معالجوی سپی کومک کوي. معنی دا چي له هغه سره ټوله ورځ سپی ملګری وي او متوجه کیږي چي د خاوند حالت یې ښه نه دی.

شمیت وايي چي دغه کار ورسره مرسته کړې ده او نورو عسکرو ته هم ددغه ډول یوه معالجوي سپي د درلودلو او ملګري کیدلو توصیه کوي. ځکه نو هغه ددغه ډول سپیانو د پیداکولو پخاطر د بسپني راټولو یو پرګرام پر لاري اچولی دی.

په داسي حال کي چي په رواني مشکلاتو اخته عسکرو تعداد کال په کال لوړیږي خو معالجه وي تدابیر هم ورسره کومک کوي.