1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کي یو بریتانوی د شرابو د خرڅلاو په تور محکمه سوی

۱۴۰۰ خرداد ۱۳, پنجشنبه

په کابل کي یو بریتانوی د شرابو د غیر قانوني تجارت په تور په څه د پاسه پنځو کالو بند محکوم سوی دی. په افغانستان کي که څه هم د شرابو خرڅول او څښل منع دي، خو بیا یې هم تور بازار ښه رونق پیدا کړی.

https://p.dw.com/p/3uNYu
Russland Symbolbild Alkoholkonsum
انځور: picture-alliance/ZUMAPRESS/S. Bobylev

د ستري محکمې یوه ویاند د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړ چي محکمه داسي ثبوتونه لري چي نوموړي کس د نورو ترڅنګ د یوې لوژیستیکي کمپنۍ تر نامه لاندي څه د پاسه ۱۲۰۰ لیټره شراب خرڅ کړي وي. د هغه حکم لا نه دی نهايي سوی.

په افغانستان کي د شرابو لرل، څښل او خرڅلاو منع دي. خو بیا هم په دغه هیواد کي يې خرڅلاو ته په پراخه پیمانه تور بازارونه موجود دي. د یوې قُطعۍ اروپايي بیر بیه لس امریکايي ډالرو ته رسیږي. او د یوه بوتل وارد سوي وودکا بیه تر۵۰ امریکايي ډالرو زیاته ده.

د ستري محکمې ویاند زیاتوي چي نوموړی بریتانوی اوس په بندیگرت کي دی. خو بیا یې هم د هغه د دقیق ځای په اړه معلومات ور نه کړل.

په کابل کي له مخدره موادو سره د مبارزې له پاره یوه ځانگړې توقیف خانه سته چي د امریکا متحده ایالاتو په پیسو جوړه سوې ده. اوس لته د هیروینو قاچاقبران ناست دي. خو په کابل کي تر ټولو لوی محبس پلچرخي دی چي پکښي سخت جنایتکاران او طالب جنگیالي بندیان دي.

د بشري حقونو سازمانونو په وار وار سره د افغان بندیانو پر خراب وضعیت باندي انتقادونه کړي.

د روان کال د مارچ مياشتي په سر کي هم یو بریتانوی د شرابو د قاچاق په تور په کابل کي بندي سو. ویل کیږي چي نوموړی چي د «Milchmann» یا د شیدو سړی په نامه مشهور وو، وزیرانو او د پارلمان غړو ته هم شراب انتقالول.

د کابل د پولیسو په حواله د دغه کس په نیولو سره څه د پاسه ۲۰۰۰ بوتله شراب او یو زرې موټر هم ظبط سوي چي په مرسته به یې نوموړي بریتانوي شراب انتقالول.

GP/NZ/AG