1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په توکیو کي المپيک لوبي بې نندارچیانو ترسره کیږي

۱۴۰۰ تیر ۱۸, جمعه

د جاپان د المپیک وزیر اعلان کړی چي په جاپان کي د کرونا د یوار بیا خپریدو له امله جاپاني اتباع هم اجازه نه لري چي په توکیو کي د المپيک لوبو ننداره وکړي. مخکي له دې یوازي بهرني مېلمانه د دغو لوبو له لیدو څخه محروم سوي ول.

https://p.dw.com/p/3wFzr
Japan Olympische Ringe
انځور: Stanislav Kogiku/SOPA Images via ZUMA Wire/picture alliance

د جاپان د المپیک وزیر سیکو هاشیموتو د پنجشنبې په ورځ (د جولای اتمه) اعلان وکړ چي په توکیو کې د سږکال د المپيک لوبي به پرته له نندارچیانو ترسره سي. د دغي پریکړي علت په جاپان کي د کرونا  ویروس یووار بیا خپریدل په ګوته سوي.

مخکي له دې د المپیک د نړیوالي کمیټې رئیس توماس باخ هم چي د دغو سیالیو له پیل کیدو څخه دوې اونۍ مخکي توکیو ته تللی، د توکیو د ښار د حکومتي او شورا له استازو سره دغه موضوع مطرح کړې وه.

په توکیو کي د المپیا دوبنۍ سیالۍ د جولای له ۲۳ مي څخه د اګست تر اتمې پوري ترسره کیږي. څو وخته مخکي اعلان سوی وو چي بهرني نندارچیانو ته به د دغو سیالیو د لیدلو له پاره د ننوتو اجازه ور نه کړل سي.

د جاپان صدراعظم یوشیهیده سوگا د اضطراري حالت په اعلانولو سره، په پلازمېنه او د هغه په شاوخوا سیمو کي کرونايي تدابیر د اګست تر ۲۲ مي پوري غځولي دي. له اتباعو څخه غوښتل سوي دي چي د امکان تر حده په خپلو کورونو کي پاته سي. رستورانونه اجازه نه لري چي مشتریانو ته الکهولي مشروبات وړاندي کړي او د شپې له خوا باید تر معمولي وخت مخکي لا هرڅه وتړل سي.

هاشیموتو د دغو مقرراتو د وضعه کولو له پاره له هغو کسانو بخښنه وغوښته چي د دغو سیالیو له پاره یې ټکټونه رانیولي ول. په توکیو کي المپیايي سیالۍ باید تیرکال لا ترسره سوي وای، خو د کرونا د پاندیمي له امله او د سخت مالي تاوان په منلو سره هغه سږ کال ته وځنډیدلې.

GP/NZ/DW.Farsi