1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سويلي آسيا ۷۵ فيصده ماشومان د ګرمۍ له ګواښونو سره مخ دي

۱۴۰۲ مرداد ۲۲, یکشنبه

ملګري ملتونه وايي چې په سويلي آسيا کې ژوند کوونکو هر څلورو ماشومانو څخه درې يې تر وېرونکي حد پورې د تودوخي د لوړې درجې له ګواښونو سره مخامخ دي. وجه يې په اقليم کې بدلون بللی دی.

https://p.dw.com/p/4V74N
Indien Hitzewelle | New Delhi
انځور: Anushree Fadnavis/REUTERS

د ملګرو ملتونو د يونيسيف سازمان د اګست مياشتې په ۷مه نېټه پر خبرداري ولاړه يوه اعلاميه خپره کړې ده. په دغه اعلاميه کې ويل شوي دي چې دمګړی د نړۍ تر نورو ټولو برخو په سويلي آسيا کې د تودخي درجه زياته ده. په وينا يې د اقليم د بدلون تاثيرات مخ په لا شديد کېدو دي چې په پايله کې يې تر غير معمولې پولې پورې رسېدلې د تودوخې درجه تر بل هر چا ماشومان متاثره کوي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو يادې ادارې ويلي دي چې په جنوبي آسيا کې تقريبا ۴۶۰ میليونه ماشومان چې په دغه سيمه کې د ماشومانو ۷۵ فيصده برخه تشکيلوي، د سختې ګرمۍ له اغېزو سره مخامخ دي. په وينا يې د ګواښ سره مخامخ دغه ماشومان په ټوله نړۍ کې د ژوند کوونکو ماشومانو دريمه برخه تشکيلوی.

د سويلي آسيا لپاره د يونيسيف سيميز مشر، سنجې وجيسيکرا په دې هکله ويلي: «په نړيواله توګه د تودوخې د جګې درجې څخه د متاثره انسانانو شمېر دا روښانه کوي چې په سويلي آسيا کې د لکونو ماشومانو ژوند او روغتيا ته د ګرمۍ د څپو او تودوخې د جګې درجې له کبله شديد ګواښونه ورپېښ دي.»

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی دی چې په افغانستان، بنګله ديش، هند، مالديپ او پاکستان کې ماشومان د اقليمي بدلون د اغېزو له کبله د «بې حده زياتو ګواښونو» سره مخامخ دي. د يوه اټکل له مخې په يادو هيوادونو کې هر کال لږ تر لږه ۸۳ ورځې د تودوخې درجه تر ۳۵ سينټي ګراډو څخه زياته وي. کارپوهان وايي چې ماشومان نشي کولای چې د دومره زياتې ګرمۍ سره ژر خپل بدن عيار کړي. په وينا يې ماشومان د اقليمي بدلون له کبله د تودوخي د درجې د زياتېدو سره د ځان عيارولو وړتيا نه لري.

واړه ماشومان

سنجې وجيسيکرا وايي: «واړه ماشومان ګرمي نشي زغملای. خو دغه ماشومان به په راتلونکو کلونو کې او په بيا بيا د سختې ګرمۍ د څپو سره مخامخ پاته شي.»

د ۱۸۰۰ عيسوي پېړۍ د وروستۍ لسيزي په پرتله په تيرو نیژدې وختونو کې د ګلوبل وارمينګ یا د ځمکې د تودوخې د درجې د لوړیدو له کبله په نړيواله توګه په تودوخه کې ۱،۲ فيصده زياتوالی راغلی دی. دغه زياتوالی په خاصه توګه د ماشومانو پر صحت لوی اغېز کوي. د تودوخې د درجې د زیاتېدو له کبله توپانونه، سېلابونه او نور طبعي آفات زيات شوي او د لا زياتېدو اټکل يې کيږي.

د ساينسپوهانو په وينا نړۍ ته تر مخه لا د مضره ګازونو د اخراج له امله بېلابېلې ستونزې ورپېښي دي او دا چې د کاربن ګاز د ککړتيا کچه بايد په دغه لسيزه کې لا په لوړه اندازه بايد راکمه کړل شي. دا له هغه مخکې چې د مځکې د کرې اقليمي وضعيت نور هم خراب شي.

آ./ا.ا./ا.خ.ح.