1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائیل او امریکا د میلیاردونو په ارزښت د وسلو معامله کړې

۱۴۰۰ دی ۱۱, شنبه

اسرائیل وایي چې له امریکا سره یي د ۱۲ لاکهید مارتین هلیکوپترونو او په هوا کې الوتکو ته د ۲ تیل رسوونکو الوتکو د خریدارۍ موافقه لاسلیک کړې ده. اسرائیل ټینګار کوي چې الوتکو ته تیل رسوونکي بوئینګان دې ورته زر وسپارل شي.

https://p.dw.com/p/452YU
Sikorsky CH-53K King Stallion Helikopter
انځور: Michael Sohn/picture alliance/AP Photo

د اسرائیلو د دفاع وزارت اعلان کړی دی چې له امریکا متحده ایالاتو سره د میلیاردونو ډالرو وسلو د خریدارۍ معاملې پر سر توافق ته رسیدلي دي. په دې موافقه کې د لاکهید مارتین شرکت CH-53K ډوله ۱۲ هلیکوپترونه او په هوا کې جنګي الوتکو ته دوه تیل رسوونکي د بوئینګ ساخت KC-46 الوتکې شاملې دي، چې د خریدارۍ تړون یې لاسلیک شوی دی.

د آلمان خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ د وسلو د خریدارۍ د دغې معاملې ارزښت ۲ میلیارده او ۷۰۰ میلیونه یورو اټکل شوی دی. ویل کیږي چې لومړني هلیکوپترونه به په ۲۰۲۶م کال کې اسرائیلو ته وسپارل شي.

څه موده مخکې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې رپوټ ورکړی و چې اسرائیل له امریکا څخه غوښتي دي چې د تیل رسوونکو الوتکو په سپارلو کې دې بیړه وکړي.

دغه ورځپاڼه زیاتوي، دا کار کیدای شي د ایران پر اټومي تاسیساتو د برید کولو په برخه کې ټاکونکی رول ولوبوي. خو سره له دې هم امریکایي چارواکو ویلي دي چې امکان نه لري له ۲۰۲۴ م کال مخکې دې دوی وتوانیږي دغه هیواد ته تیل رسوونکي الوتکې اماده کړي.

اسرائیل د داسې یوه ایران چې پر اټومي وسلو سمبال وي په مقابل کې خپل موجودیت په خطر کې ويني.

همدا اوس په ویانان کې د ایران او نړۍ د سترو قدرتونو ترمنځ د ایران د اټومي پروګرام په هکله خبرې اترې روانې دي، څو امریکا او ایران دواړه په ۲۰۱۵م کال کې شوې اټومې موافقې ته بیرته را وګرځول شي.

د اسرائیلو لومړي وزیر نفتالي بنت، د ۲۰۲۱م کال د دسمبر میاشتې په اوایلو کې په دغو مذاکراتو کې د ګډون درلودونکو سترو قدرتونو له استازو وغوښتل چې د ایران پر وړاندې دې له غوڅ دریځ څخه کار واخلي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص