1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیران کیف ته ځي

۱۴۰۱ اردیبهشت ۴, یکشنبه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن او د دفاع وزیر لوید آستین، د اوکراین له ولسمشر سره د لیدنې په موخه کیف ته روانیږي. په ورته وخت کې روسیې په اوکراین کې د اودېسا پر بندري ښار توغندیز برید کړی دی.

https://p.dw.com/p/4ALv1
USA Ukraine Diplomatie l Außenminister Antony Blinken in Washington
انځور: Susan Walsh/Pool/AFP

د روسیې د حملې تر پيلیدو دوه میاشتې وروسته د لومړي ځل له پاره دوه لوړپوړي امریکایي چارواکي اوکراین ته سفر کوي. ټاکل شوې ده چې د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو وزیران د یکشنبې (د اپریل میاشتې ۲۴ نیټه) په ورځ د اوکراین پر لور سفر وکړي. د دغه سفر په درشل کې د اوکراین په ډیرو سیمو کې جګړې شدت موندلی دی.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي د امریکا له دغو دوو وزیرانو سره د خپل ملاقات د اعلانولو په ترڅ کې وویل چې د «اړینو وسلو د فهرست او د سپارلو په اړه به یې له دوی سره» خبرې وکړي.

امریکایي چارواکو د دغه سفر د هدف په اړه څه نه دي ویلي

په تیرو څو اونیو کې لوړپوړي اروپایي چارواکي د هغو له ډلې څخه د دغې اتحادیي د کمیسیون او شورا مشرانو کیف ته سفر کړی و. وروسته له هغې د بایډن حکومت تر فشار لاندې و چې باید له اوکراین سره د خپل پیوستون ښکاره کولو په خاطر خپل لوړپوړي چارواکي دغه هیواد ته واستوي.

د اوکراین ولسمشر مخکې تر دې له «سي ان ان» تلویزوني شبکې سره په یوه مرکه کې له جو بایډن څخه غوښتنه کړې وه چې د اوکراین وضعیت د لیدلو له پاره دې هلته سفر وکړي.

زیلنسکي هیله څرګنده کړې ده چې امریکا دې اوکراین ته د آلماني وسلو له سپارلو څخه هم ملاتړ وکړي. نوموړي غوښتنه وکړه هغه څه چې آلمانان یي لري او استفاده ترې نه کوي، اوکراین ته دې ورکړي.

اوکراین ته د درنو وسلو د سپارلو پر سر د آلمان په ائتلافي حکومت کې د نظر یووالی شتون نه لري.

دوه ګوندونه «زرغون» او «آزاد دموکراتان» یا لیبرالان چې د ائتلافي حکومت شریکان دي، اوکراین ته د لا زیاتو وسلو د سپارلو پر سر پر صدارعظم اولاف شولتڅ فشار راوړي.

آزادو دیموکراتانو د خپلې شنبې ورځې په غونډه کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره اوکراین ته د درنو آلماني وسلو د سپارلو غوښتنه کړې ده.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص