1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د پولیو دریمه پیښه ثبت سوې

شکیلا ابراهیم خیل
۱۴۰۲ خرداد ۵, جمعه

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په افغانستان کې په ۲۰۲۳م کال کې د پولیو د دریمې پېښې د ثبتولو خبر ورکوي. په دې وروستیو کې د ننګرهار په نازیانو ولسوالۍ کې یو دوه نیم کلن ماشوم فلج سوی دی.

https://p.dw.com/p/4RrG8
Unicef South Asia report
انځور: © UNICEF/UN0353280/Shah

دا په تېره یوه اوونۍ کې په افغانستان کې په ۲۰۲۳م کال کې د پولیو دریمه پېښه ثبت سوه.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت خبرداری ورکوي چې د افغانستان ختیځې سیمې او په ځانګړې توګه د دې سیمې د ننګرهار ولایت په ماشومانو کې د پولیو یا ګوزڼ د خپریدو له جدي خطر سره مخامخ دی او په ککړو اوبو او ککړ چاپېریال کې د پولیو د ويروس چاپېریالي نمونې ثبت سوي دي.

په نازيانو ولسوالۍ کې چېرې چې د پوليو دغه مثبته پېښه ثبت سوې، د حفظ الصحې وضعيت پکې خراب ښودل سوی دی.

اړوند مطالب:په افغانستان کې د ګوزڼ د دو مثبتو پيښو ثبت او د واکسیناسيون د کمپاین پیل

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د واکسین د پروګرام د پیاوړتیا غوښتنه کړې ده.

افغانستان کې د پولیو واکسین کمپاین
افغانستان کې د پولیو واکسین کمپاین انځور: AP

تېر کال په پکتیکا او کونړ ولایتونو کې د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت سوې وې، چې دا په ۲۰۲۱ کال کې د ثبت سویو ۴ پېښو او په ۲۰۲۰ کال کې د ۵۶ پېښو په پرتله د پام وړ کموالی ښيي.

اړوند مطالب:آیا لاهم افغانستان کې د پولیو ضد واکسین سره مخالفت کیږي؟

سره له دې چې د پولیو واکسین کمپاین پیل سوی، لا هم پر دې ویروس د ککړيدو کیدو خطر شتون لري.

افغانستان او پاکستان د نړۍ د هغو ډېرو لږو هېوادونو په ډله کې دي چې د ګوزڼ یا فلج ناروغۍ ویروس پکې اوس هم نه دی ختم سوی.

پوليو يا ګوزڼ يوه ساري ناروغي ده چې د ماشومانو د دايمي فلج او يا حتی د مرګ لامل کېږي. په ځانګړې توګه په کوچنیانو کې د دې ناروغۍ دایمي زیانونه پاتې کيږي. د پولیو دا ناوړه ویروس اکثرا د ککړو اوبو له لارې خپریږي.

په افغانستان کې غلط باورونه؛ او د پولیو د پیښو ډیریدل