1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«له ښځو سره د طالبانو چلند بشریت ضد جنایت دی»

۱۴۰۲ شهریور ۱۷, جمعه

د بشري حقونو د څار سازمان په یوه نوي راپور کې ویلي دي چې له ښځو او نجونو سره د طالبانو چلند د «بشریت ضد جرم» یوه بېلګه ده او د جزا نړیواله محکمه باید دغه موضوع تعقیب کړي.

https://p.dw.com/p/4W7Fs
Afghanistan Taliban Frauen Burka Essensverteilung
انځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

په یوه نوي راپور کې، د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان نن جمعه (د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر ۸ مه) وویل چې په افغانستان کې طالب چارواکو د جنسیت پر بنسټ د ښځو او نجونو په ځورولو سره «د بشریت ضد جرم» کړی دی.

د دغه راپور پر بنسټ، د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې د واک تر ترلاسه کولو وروسته ، هغوی قوانین او پالیسۍ په دې هدف وضع کړي چې په ټول هېواد کې ښځې او نجونې د جنسیت له امله له خپلو اساسي حقونو بې برخې کړي.

د بشري حقونو د څار ټولنې د نړیوال عدالت د څانګې مشرې لیزایونسون وویل: «د طالبانو له خوا د عامه ژوند څخه د ښځو او نجونو د ایستلو په موخه د هغوی له اساسي حقونو څخه ظالمانه او سیستماتیک انکار د نړۍ پام ځان ته اړولی دی. د اړوندو حکومتونو ملاتړ ته اړتیا ده چې د طالبانو مسؤول مشران محاکمه کړي.»

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي چې په افغانستان کې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د دوی څېړنه ښيي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د جنسیت پر بنسټ «بشریت ضد جرمونه« د بېلابېلو کتبي حکمونو په ورکړې سره ترسره شوي دي.

راپورونه زیاتوي چې دغو فرمانونو د ښځو او نجونو د تګ راتګ، د بیان او پر ټولنیزي ازادۍ سخت بندیزونه لګولي دي. د دغه راپور موندنې ښيي چې طالبانو د فرمانونو په صادرولو سره د منځنیو او لوړو زده کړو حق او په کابو ټولو څانګو کې له کار کولو منع کړي دي اود ښځو او نجونو د ازادۍ د سرغړونو او خپلسریو نیولو ته یې زمینه برابره کړې ده.

د بشري حقونو د څار ټولنې د دې راپور په یوه برخه کې راغلي: « د طالبانو چارواکي باید هر ډول ظلم او تبعیض له منځه یوسي چې ښځې او نجونې له خپلو اساسي حقونو محروموي.»

د بشري حقونو د څار د نړیوال عدالت مشرې لیزایونسون زیاته کړه: « په افغانستان کې د جزا د نړيوالې محکمې څېړنې کولی شي د بشریت ضد جرمونو لکه د جنسیت پر بنسټ ځورنو او تعقيب لپاره د حساب ورکولو یوه لاره برابره کړي.»

Afghanistan | Taliban feiern zwei Jahre seit ihrer Rückkehr an die Macht
انځور: Zerah Oriane/Abaca/picture alliance

هغه ټینګار وکړ: »حکومتونه باید دا ډاډ ور کړي چې محکمه به لازمې سرچینې او همکاري ولري ترڅو يي څارنوالان وکولی سي دا جرمونه او د بشري حقونو د سرغړونو نورې قضیې هم هلته وڅیړي.»

په راپور کې راغلي چې افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د رم د اساسنامه یې لاسليک کړې ده چې پر بنسټ یې د جرمونو نړیواله محکمه جوړه سوې ده.

د ۲۰۲۲ کال د اکټوبر په ۳۱مه د جرمونو نړیوالې محکمې خپلو څارالانو ته اجازه ورکړه چې د افغانستان د وضعیت پهاړه خپلې څېړنې له سره  پیل کړي، چې تر ډېره د افغان جګړې پر مهال د جنګي جرمونو په تورونو متمرکزې دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د دغه راپور په اړه څه نه دي ويلي، خو په ماضي کې يې تل دغسې راپورونه رد کړي دي.

آیا افغانستان کې د اقلیتونو بشري او مذهبي آزادۍ خوندي دي؟

ص.ذ/ب.ص 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب