1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کډوالۍ له درده ډکه کيسه: «هغه سړی چې له آسمانه راوغوځیده»

۱۳۹۹ بهمن ۹, پنجشنبه

په ۲۰۱۵ کال کې دوو نارینو د یوې الوتکې د ټایرونو په منځ کې ځانونه پټ کړي وو او غوښتل یې له افریقا څخه بريتانيا ته ولاړ شي. له هغو څخه یو مخکې له دې چې الوتکه په لندن کې کښيني له الوتکې ولوید خو بل برتاینې ته ورسېد.

https://p.dw.com/p/3oXM2
London Flughafen Heathrow Flugzeug Landung
انځور: Getty Images/D. Kitwood

بريتانوي مستند جوړونکي ریچ بنتلي پریکړه وکړه چې د راغورځیدلي کس کارلیتو واله په اړه ډیر معلومات راټول کړي. هغو کسانو چې کارلیتو واله پیژنده د ریچ بنتلي په مستند فلم کې چې »د هغه سړی چې له آسمانه راوغوځیده«  په نامه دی، وويل چې هغه یو ارامه او ښه سړی وو. دغه مستند فلم چې د بریتانیا له ۴ کانال تلویزيوني شبکې خپور شو، په پنځو کلونو کې جوړ شوی. 

د واله ژوند د لندن په سویلي سړکونو کې پای ته ورسیده. نوموړی هغه وخت ۳۰ کلن وو. د دغې سېمې خلک چې د هیترو هوایي ډګر ته نزدې پرته ده، د دغه پېښې شاهدان ول.

په دغه فلم کې یوه ښځه چې آسمان ته ګوري وایي :«الوتکې همدلته خپل ټایرونه خلاصوي .»

جیم کوګل د دغې سیمې یو اوسیدونکی د هغه سړي کیسه کوي چې همدلته یې خپل ژوند له لاسه ورکړ. د دې سيمې يو بل اوسيدونکی جيم کوگل وايي  هغه وخت چې مې له کړکۍ دباندې وکتل «یو تور پوستی ځوان مې ولیده چې غورځیدلی وو سر یې د سړک غاړې په ډبرو ماغزه یې د خلکو د پلي تک په ځای او پر موټروونوپراته وو.«

د موزمبیق ماشوم یتیم

فلم جوړونکی ریچ بنتلي موزمبیق ته لاړ تر څو له جوزه کاردوزو سره وګوري. کاردوزو له کارلیتو سره  په یویې یتم خانه کې ولیدل نوموړی لیواله وو پوه شي چې مخکې له دې چې کارلیتو په لندن کې له اسمانه پر ځمکه وغورځیږي، ځنګه یو انسان وو.

کاردوزو په دې فلم کې کارلیتو یو ځوان، هوښیار او جذاب انسان یادوي. کاردوزو د خپل ملګري په یادولو مسکا کوي او وایي هغه پیاوړی وو هوښیار وو او تل یی ورو خبرې کولې.  هغه زياتوي فکر دې کاوه نه پوهیږي چې ځنګه خبرې وکړي.

بنتلي وایي کاردوزو او واله د هغو ماشومانو له ډلې وو چې په کورنۍ جګړه کې چې ۱۵ کاله یی دوام وکړ یتیمان شول. دا د موزمبیق هغه خونړۍ جګړه  وه چې تر ۱۹۹۲ کاله وغځیده او د دغې سیمې یو میلیون انسانان پکې ووژل شول.

»د ۱۹۰هغو پیښو ثبت چې په قاچاقي ډول راتلل «

بنتلي په خپلې پنځه کلنه څیړنه کې دې ته متوجه شو چې ۱۹۰ کسانو چې هڅه کړې وه ناقانونه د الوتکو له لارې سفر وکړي یوازې ۲۴ تنه یې ژوندي پاتي شول.

د قاچاقي مسافرو له پاره لندن یو تر ټولو ښه هدف دی .د دغو سفرونو لومړنۍ پیښه  په ۱۹۹۶ کې ثبت شوې ،هغه مهال یو هندي سړي غوښتل په قاچاقي ډول لندن ته الوت وکړي.

له بده مرغه هغه هم د واله په څیر مړ شو. بريتانوي پېلوټ ممایک پست وایي موږ مخکې له پروازه شاوخوا لس دقیقې په الوت کې ځنډ درلوده. نوموړی فکر کوي چې هغه ځوان سړي هماغه وخت د الوتکې ټایرونو ته ځان پټ کړی وو.

د اکسیجن کمښت او د هوا فشار لامل کیږي چې اکسیجن مغزو ته په سختۍ ورسیږي. شدیده یخه هوا هم د مرګ لامل کیدای شي.

کاردوزو موزمبیق کې بنتلي د واله د میرمنې انا لیدو ته یوړ. کله چې کورته رسیږي هلته د واله کوچنۍ لور شمیلا ګوري . شمیلا چې هغه کتاب لولي له کمرې لرې کیږي .

انا چې پر شونډو یې موسکا خپره وه ویل یې کارلیتو یو ښه انسان وو، هغه یو ښه پلار وو چې د لور لپاره یې هر څه کول.

Abschiebeflug Abschiebung Symbolbild
له اروپايي هېوادونو تل ډېر مهاجر بیرته خپلو هېوادونو ته استول کيږيانځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance

انا وایي کارلیتو د یوه منظم کار لپاره سویلي افریقا ته تللی وو او هلته یی له یوه کس سره کتلي وو. بنتلي فکر کوي چې هغه کس تمبا کابیکا دی، د رپوټونو پر بسنټ هغه کس چې له یولس ساعته سفر وروسته ژوندی پاتې شوی خو پیدا کول یی اسانه نه دي.

«هغه زه ډېر وخت بې خبره پرېښودم»

انا وایي کارلیتو سویلي افریقا کې کار کاوه کله چې په وروستي ځل ولاړ ماته یی څه ونه ویل. ما فکر کاوه ستونزه نشته خو هغه دا ځل داسې لاړ چې هیځ یې هم ونه ویل.

انا زیاتوي کومه ورځ چې پولیس راغلل او د »ډي ان اې« ټسټ یې اخیسته پوه شوه چې واله سره څنګه پیښه شوې. هغه ځمکې ته ګوري او وایي د هغه چا مرګ چې یو عمر ورسره تیروې ډیر سخت وي.

 یو بې باوره بریالیتوب

کله چې بنتلي په ۲۰۱۹ کې  بیرته بریتانیا ته راګرځي د هغه کس پیغام یې ټیلفون ته راځي چې ځو کاله وړاندې یې د تمبا کابیکا د موندلو ورته ویلي وو.

بنتلي وایي: »تامبا اوس خپل نوم جاستین ایښی ځکه ما ونه شو کولی ژر او په اسانه یی پیدا کړم.«

کله چې نوموړی له خپلو لیدونکو سره خبرې کوي جاستین په فلم کې ګورو چې له خپلې اعصا سره ورو ورو د لیورلپول په سړکونو روان دی.

په فلم کې نه ویل کیږي چې جاستین له څه ډول پیښو سره مخ شوی خو بنتلي وایي جاستین د هغه ۱۱ ساعته الوتنې وروسته عمري صدمه لیدلې.

د جاستین د ژوند کیسه

جاستین بنتلي ته وایي چې لیوربول ور باندې ګران دی. هغه زياتوي چې ددې ښار خلک مهربانه او با ادبه دي.

جاستین وایي انا یې دی لوی کړی، خپله مور یې نه ده ليدلي او په سویلي افریقا کې یې ژوند ډیر سخت وو.

جاسیتن زیاتوي ۱۳  یا ۱۴ کلن وو چې په سویلي افریقا کې یې ژوند  ډیر سخت وه. په ۲۰۰۹ کال کې یې چې کله نیا مړه شوه ده ښوونځی پریښوده ځکه نه یې شو کولی فيس یې ورکړي .

«هغه د خپل زړه خبره ماته وکړم»

جاستین وایي واله یې په یوه کلپ کې ولیده هغه وخت یې د اوسیدو ځای نه درلوده نو وړاندیز یی ورته وکړ چې په خیمه کې یې ویده شي. هغه زياتوي واله د زړه خبرې راته وکړې ما پرې باور وکړ او ملګرتیا مو پیل شوه.

جاستين زياتوي چې هغه ډیر ښه انسان وو. ډېر ارامه و تاوتریخوالی یی نه خوښیده. دواړو پریکړه وکړه چې هغه ژوند پریږدو ځکه نور د زغملو نه وو .

جاستین وایی یوازې مو د الوتکې د جوړښت په اړه ولوستل او داچې څنګه کولی شي الوتکې ته ځان ورسوي خو د اکیسجن او هوا په اړه یی فکر نه و کړی.

دوی دواړو د یوه ښه ژوند هیله درلوده چې له بې وزلۍ خلاص شي، نور ورته څه مهم نه ول.

جاستین خپلو خبرو کې وایي ډیرې جامې مو واغوستې چې ساړه مو ونه شي او په کټارې پورته شو.د الوتکې لینونه مو په ځان پورې وتړل. کله چې الوتکې پرواز وکړ،واله ویل بریالي شو.

جاستین ته نور ځه ډیر په یاد نه وو ځکه وایي د اکسیجن کمښت یې سر ګنکس کړی وو. هغه شپږ میاشتې په کوما کې وو کله چې په هوښ راغلی پوه شوی چې یوه پښه یې لډه شوې وروسته له هغې وپوهيده چې ملګری یی واله نور نه شته.

د یوه ښه ژوند په لټه کې

يوه متخصص ډاکټر بنتلي ته وویل کله چې واله راولویده زړه یی ژوندی وو. بنتلي وایي دا چې جاستین خپل هدف ته رسیدلی او واله مړ شوی، نو هغه [جاستين] د ګناه احساس کوي. هغه وايي چې واله ته یې ورور بللی وو او هیڅوک یې ځای نه شي نیولی.

بنتلي د فلم په پای کې وایي دا چې بریتانیا جاستین ته پناه ورکړې ډیر خوښ دی او په دې هیواد ویاړي .

لیکوال: ایما والیز/ اینفومایگرانتس

یادښت :دغه رپوټ زموږ د همکارې رسنۍ «اینفومایگرانتس له خوا له فلم نه په کارولو لیکل شوی دا فلم بریتانیا کې ۴ په نوم شبکې جوړ کړی.

زموږ له آرشيف څخه: