1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياپاکستان

په پاکستان کې د اِم پاکس لومړنۍ مثبته پېښه ثبت شوې

۱۴۰۳ مرداد ۲۶, جمعه

پاکستاني چارواکو د »اِم پاکس« وېروس د نوې بڼې د لومړنۍ مثبتې پېښي خبر ور کړی دی. تر دې یوه ورځ مخکې لومړۍ پېښه په سويډن کې ثبت شوې. چين غواړي د دغه وېروس د خپرېدو د مخنيوي په موخه تازه واردېدونکې مساپر سکن کړي.

https://p.dw.com/p/4jYRk
 ام پاکس ويروس تر ټولو ډېر په کانګو هېواد کې خلک ناروغ او مړه کړي دي
د روغتیا نړېوال سازمان اندېښنه ښوولې چې ګڼې د ام پاکس نوې بڼه به د ۲۰۲۲م کال په څېر په نړۍ کې خپره شيانځور: Dado Ruvic/REUTERS

په پاکستان کې د اِم پاکس د نوې بڼې مثبته پېښه په آسیايي هېوادونو کې لومړنۍ مثبته پېښه ده چې رسما ثبتيږي. د پاکستان د عامې روغتیا وزارت د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۴م کال د اګست ۱۶مه) د دغه خبر په ورکولو وويل چې کېدای شي دغه ويروس په ډېره سادګۍ په خلکو کې خپور شي.

پاکستان دغه پېښه په داسې وخت کې تائیدوي، چې د روغتیا نړېوال سازمان څو ورځې مخکې په افریقا کې د دغه وېروس د خپرېدا په هکله شدیده اندېښنه ښکاره او دا ېې یوه نړېواله بېړنۍ ننګونه وبلله.

لومړنۍ پېښه په سويډن کې

د اسوشتېد پریس د رپوټ په حواله، په پاکستان کې پر یاد ويروس اخته کس د منځني ختيځ له یوه هېواده ستون شوی دی. دا د روغتیا نړېوال سازمان له خوا تر اعلان وروسته د اِم پاکس وېروس د نوې بڼې دوهمه پېښه ده چې له افریقا بهر ثبتیږي. لومړنۍ پېښه تر دې یوه ورځ مخکې په سويډن کې ثبت شوې ده. د سويډن روغتيايي چارواکو د پنجشنبې په ورځ په دغه هېواد کې د اِم پاکس د لومړنۍ مثبتې پېښې ثبت تائيد کړ.

ډبلیو اچ او د لوړې کچې خبرداري په ورکولو اِم پاکس یوه نړېواله بېړنۍ روغتیاي ننګونه بللې ده
د روغتيا نړېوال سازمان (WHP) د چهارشنبې په ورځ (داګست ۱۳مه) په افریقا کې د اِم پاکس ويروس نوې بڼې خپرېدا، خبر ورکړ.انځور: Denis Balibouse/REUTERS

د پاکستان د عامې روغتیا وزارت په یوه اعلاميه کې ويلي چې د هوايي ډګرونو او سرحدونو چارواکو ته سپارښتنې شوي چې د مساپرو د تګ راتګ له بهیره دقيقه څارنه وکړي او په کومو مساپرو کې چې د اِم پاکس علايم موجود وي د تيستونو سمپلونه ېې واخلي او د طبي معایناتو له پاره ېې واستوي.

د خیبر پښتونخوا ایالت د عامې روغتیا مشر، داکتر ارشاد روغاني، وويل چې په اخته شخص کې د اِم پاکس علایم خفیف دي. روغاني زیاته کړې چې خیبر پښتونخوا په ۲۰۲۲م کال کې د اِم پاکس ۳۰۰ پېښې درلودې، تېر کال ېوازې دوه وې او سږکال دا لومړنۍ ده.

د روغتیا نړېوال سازمان خبرداری

د روغتيا نړېوال سازمان (WHP) د چهارشنبې په ورځ (داګست ۱۳مه) په افریقا کې د اِم پاکس ويروس نوې بڼې خپرېدا، د لوړې کچې خبرداري په ورکولو سره، یوه نړېواله روغتیاي ننګونه وبلله.

دغه سازمان اندېښنه ښوولې چې تر ۲۰۲۲م کال وروسته یو ځل بیا په نړۍ کې د دغه وېروس د خپرېدا خطر احساس کیږي.

د ډبلیو اچ او، تر دغه خبرداري یوه ورځ وروسته، په سويډن کې د اِم پاکس لومړنۍ مثبته پېښه او نن په پاکستان دوهمه پېښه رسماً تائيد کیږي. د روغتیا نړېوال سازمان منلې چې په سوېډن کې د ثبت شوې اِم پاکس نوعیت هغه دی چې تازه په افریقا خپره شوې ده.

ام پاکس په افریقا کې

دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ وويل چې روان کال په افریقا کې د اِم پاکس تر ۱۴زرو ډېرې پېښې ثبت شوي چې ۵۲۴ کسان ېې مړه کړي دي.

تر دې یوه ورځ له افریقا بهر، سويډن وو چې د اِم پاکس د نوې بڼې د لومړنۍ مثبتې پېښې د ثبت خبر ېې ورکړ
پاکستان د جمعې په ورځ د اِم پاکس لومړۍ مثبتې پېښې څخه خبر ورکړانځور: National Institute of Allergy and Infectious Diseases/AP/picture alliance

د دغې ناروغۍ د ابتلا او مړېنې تر ټولو ډېرې پېښې چې څه باندې ۹۶ سلنه کیږي، په کانګو هېواد کې ثبت شوي دي.

په کانګو کې د اِم پاکس ويروس د ۲۰۲۳م کال له جنوري کې خپور شو. له هغه وخت راهیسې په دغه هېواد کې د دغې ناروغۍ ۲۷۰۰ زره مثبتې پېښې ثبت شوې تر ۱۱۰۰ ډېر ناروغان ېې مړه شوي. په مړو شوو کې اکثریت یې ماشومان دي.

د چین تدابیر

د روغتیا نړېوال سازمان د معلوماتو له مخې په متحدو عربي اماراتو کې له ۲۰۲۲م کال راهیسې د اِم پاکس ۱۶ مثبتې پېښې ثبت شوي دي. دغه هېواد د خپل نړېوال ترانزيتی حیثیت لرلو په دليل له ساري ناروغیو ډېر اغیزمن کیږي.

چين ويلي په پام کې لري چې له بهره دغه هېواد ته د داخلېدونکو مساپرو د سکن کولو پروسه پیل کړي. د چين د ګمرکاتو ادارې د اګست په ۱۶مه په یوه اعلاميه کې وویل چې دغه مقررات به د راتلونکو شپږو میاشتو له پاره عملي کيږي. دغې ادارې زیاته کړې چې د ټولو هغو مساپرو طبي تیستونه به کوي چې د اِم پاکس ویروس لرونکو سیمو څخه چين ته راګرځي او یا پکې د دغې ناروغې علایم ليدل کيږي.

آژانسونه/م.ک.ص/ن.ز.

له آرشیف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل