1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زیلنسکي: د لیسیچانسک پر سقوط سربیره جگړه ادامه لري

۱۴۰۱ تیر ۱۴, سه‌شنبه

په داسي حال کی چي روسي پوځ د لوهانسک سیمه تر خپل بشپړي ولکې لاندي راوستې، د هغه په گاوندۍ سیمه دونتسک کی لا جگړه ادامه لري. د اوکراین ولسمشر وایي چي د دغه هیواد د بیا رغونې له پاره باید د جگړې پای ته انتظار ونه باسل سي.

https://p.dw.com/p/4DgKf
Schwedische Ministerpräsidentin Andersson in Kiew
انځور: Ukrinform/dpa/picture alliance

د آلمان د خبري آژانس د رپوټ له مخي، د سه شنبه په ورځ د جولای پر پنځمه په ټول اوکراین کي د هوایي برید د خطر زنگ وږغول سو. د دغه هیواد د شمال ختیځ په یوه سیمه کي د څو راکټونو د توغولو رپوټ ورکول سوی دی چي له امله یې ډیری کسان زخمیان سوي دي.

زیلنسکي په خپلي ورځنۍ ویډیو کي ویلي دي چي اوکراین باید اوس تر ټولو د مخه د ژمي د انرژۍ د برابرولو له پاره تیار وي. د هغه په خبره د دغه هیواد د اقتصاد ډیره برخه د روسیې د بریدونو له امله په ټپه دریدلې او په زرونو شرکتونه او اقتصادي تاسیسات د توقف په حال کي دي.

د اوکراین ولسمشر ټینگار وکړ چي د دغه هیواد بیارغونه باید یوازي د نړیدلو دیوالونو بیرته پورته کول نه وي. زیلنسکي وویل، اوکراین باید په اروپا کي تر ټولو آزاد، موډرن او آرام هیواد وگرځي.

د اوکراین د بیا رغوني له پاره ۷۵۰ میلیارډه ډالر

د اوکراین د بیارغوني په اړه لومړنی ستر کنفرانس د سویس د لوگانوی په ښار کي ادامه لری. د اوکراین لومړي وزیر دنیس شمیهال د دوشنبه په ورځ په دغه کنفرانس کي وویل چي د هغه په اټکل شاوخوا ۷۵۰ میلیارډه ډالر چی تقریباً ۷۲۰ میلیونه یورو کیږي، د دغه هیواد د بیارغوني له پاره په کار دي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي په دغه کنفرانس کي غوښتنه وکړه چي د اوکراین بیارغونه دي ژر تر ژره پیل سي او دا چي دا کار بايد د جگړې پای ته منتظر پاته نه سي.

یوازي په هغو سیمو کي چي روسي ځواکونه ورڅخه شړل سوي، په لسو زره  ویجاړسوي کورونه پاته دي.

Ukraine | Ukrainer haben Mühe, ihre im Krieg beschädigten Häuser zu reparieren
د اوکراین په جگړه کی نړیدلي کورونهانځور: Emmanuelle Chaze/DW

"جگړه ادامه لري"

زیلنسکي ټینگار وکړ چي د روسي ځواکونو له خوا د لیسیچانسک د ښار پر بشپړ نیولو سربیره هم د اوکراین په ختیځ کي جگړه ادامه لري. د روسیې پوځ د لیسیچانسک د ښار په نیولو سره ، د لوهانسک د سیمي پر ډیره برخه باندي تسلط په لاس راوړی دی. د دغي سیمي بشپړ اشغال د روسيې له اهدافو څخه يو مهم هدف و.

زیلنسکي ویلي چي د اوکراین ځواکونه هره ورځ روسیې ته یوه ضربه ورکوي. هغه وویل: »موږ باید هغوی پر گونډو کړو.« په عین حال کی یې څرگنده کړه چي دغه کار بشري هلو ځلو ته اړتیا لري خو د اوکراین د راتلونکي د تضمین له پاره بله لار نسته.

زیلنسکي وویل چی هغه ډاډه دی چي اوکراین به د روسیې په واسطه اشغال سوي سیمي بیرته په لاس راوړي.

د اوکراین د وسله والو ځواکونو قوماندان وویل چي د لیسیچانسک له ښاره د دغه هیواد د ځواکونو تر شاتگ وروسته، هغوی اوس  د اوکراین په ختیځ د دونتسک د سیمي د آزاده کولو له پاره ځای پرځای سوي او  د دونتسک گاونډۍ سیمي ته انتقال سوي دي.

د اوکراین د وسله والو ځواکونو قوماندان د دوشنبه په شپه په فیسبوک کي خبر ورکړ چي د اوکراین ځواکونه پر دې توانیدلي چي د لوهانسک سره په سرحد کی د بیلوهوریوکا او ورچنیوکامیانسک په ښارونو کي د روسیې برید په بریالیتوب سره خنثی کړي.

د زیلنسکي مشاور ، اولکسي آرستوویچ ډاډ ورکړی چي د اوکراین ځواکونه  د لیسیچانسک تر پریښودلو وروسته کولای سي خپلي دفاعي کرښي د جگړې په نورو لومړنیو سیمو کي تثیبت کړي. هغه د یوتیوب په کانال کي وویل چي په دې ډول سړی کولای سي ووایي چي د روسیې پوځ د لوهانسک سیمه فتح کړې ده.

د روسیې له خوا نیول سوو سیمو څخه رپوټونه وایي چي مسکو هلي ځلي کوي چی په دغه سیمه کي خپله پښه ټینگه کړي. د مثال په ډول د خرسون په سیمه کي د روسیې روبل د رایجي پیسې په توگه اعلان سول او د دغه هیواد ښاریانو ته په ځانگړي نښي سره روسي پاسپورټ ورکول کیږي. د روسیې د نظامي مدیریت مرستیال ټینگار کړی چي د دغه ډول اقداماتو هدف  له روسیې سره د دغي سیمي د خلکو پیوستون دی. هغه په تیلگرام کي لیکلي چي د سه شنبه په ورځ یو نوی سیمه اییز حکومت د چارو اداره پرغاړه اخلي.

آ./گ.پ./ا.ا.