1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي اتحاديه شرکتونه د مصنوعاتو په ترميم مکلف کول غواړي

۱۴۰۱ اسفند ۲۰, شنبه

د اروپايي اتحاديې کميسيون د داسي يو قانون مسوده وړاندي کوونکې ده چې د سامان آلاتو رانيونکو ته حق ورکړي چې شرکتونه يې مستعمل سامان آلات ترميم کړي.

https://p.dw.com/p/4OXep
Sortierung von Elektroschrott
انځور: Hauke-Christian Dittrich/dpa/picture alliance

په پام کې ده چې دغه پلان شوی قانون به په ټوله اروپايي اتحاديه کې قابل عمل وي. د اروپايي اتحاديې کميسيون غواړي چې اړونده مسوده د روان ۲۰۲۳ کال د مارچ په ۲۲ نېټه وړاندې کړي. د «وېلټ ام زونټاګ» په نوم آلمانۍ رسنۍ د راپور په حواله د ياد قانون د مسودې په تړاو معلومات په بروکسل کې د چارواکو له خوا ورکول شوي دي. د دغه مسودې له مخې به د مصنوعاتو توليد کوونکي شرکتونه او کمپنۍ په دې مکلفې کړل شي، چې خپلو مشتريانو ته د ګارنټي يا ضمانت د وخت تېرېدو وروسته لا هم د خرابو شوو آلاتو د ترميم حق ورکړي. عموما د ګارنټي ميعاد دوه کاله وي. خو اروپايي اتحاديه غواړي چې د مشتري له خوا د مثال په توګه د يوې اليکترونيکې آلې له رانيولو څخه دوه کاله وروسته لا هم د دغې آلې شرکت جوړونکی اړيني پُرزې مهيا کړي او مشتري ته د دغې آلې د ترميم امکانات برابر کړي.

دغه هم ولولئ: آيا پاکستان د خطرناکو کثافاتو په زيرمتون بدليږي؟

د اروپايي اتحاديېکميسيون غواړي چې د ترميم مصارف هم راکم کړي. د دغه مقصد لپاره په پام کې نيول شوي چې د ترميم سره تړلو موضوعاتو لپاره يو معلوماتي پلېټ فارم جوړ کړل شي. پر دغه پلېټ فارم به بيا رانيوونکي د ترميم په تړاو د اړونده ځان مکلف کوونکي توليدي شرکت د ترميمي معيارونو او قيمتونو په هکله معلومات ترلاسه کړلای شي. د اروپايي کميسيون د پلان له مخې به دغه پلېټ فارم په مجموع کې د ترميم د معيارونو او قيمتونو په تړاو د زيات شفافيت او رغنده سيالۍ  لامل شي.

دغه هم ولولئ: د پلاستیک ککړتيا پر وړاندي د ملگرو ملتونو غونډه

د اروپايي اتحاديې د عدلي چارو کميسار، ديدير راندرس و «بلډ ام زونټاګ» رسنۍ ته ويلي دي چې په تيرو کالونو کې د توليد کوونکو او مشتريانو لپاره تر ټولو آسانه لاره د زړو آلاتو د ترميم پر ځای د نوو مصنوعاتو رانيول وه. راندرس زياته کړېده چې البته د ترميم پر ځای د نوو آلاتو رانيول او له کبله يې د کثافاتو زياتېدل د چاپيريال ساتنې په پار د پايېدنې د پرنسيپ ضد کار دی. دغه کميسار وويل چې کميسيون غواړي چې د نوې آلې رانيولو پر ځای د زړې آلې ترميم «ترويج او عادت» شي. د هغه په وينا مستهلکين بايد چې انتخاب ترلاسه کړي چې ايا خپل زاړه آلات د نوي قانون له خوا مکلف شوي توليد کوونکي شرکت له خوا ترميم کوي او که د نورو بېطرفه خدمات وړاندي کوونکو لخوا يې ترميم کوي. هغه وويل چې د ترميم لپاره د بېطرفه خدمات وړاندي کوونکو په تړاو معلومات ترلاسه کول به هم آسانه کړل شي.

د اروپايي کميسيون په وينا د سامان آلاتو او مصنوعاتو د خرابېدنې له کبله هر کال ۳۵ ميليون ټنه غير ضروري کثافات رامنځته کيږي. په وينا يې د دغو کثافاتو زياته برخه هغه مصنوعات وي چې ترميم يې په اکثرو مواردو کې ممکن وي.

آ./ا.ا./ن.ص.