1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو د مالیې سرپرست وزیر د مرکزي بانک رئیس سو

۱۴۰۲ فروردین ۲, چهارشنبه

د طالبانو د مالیې وزارت ویاند د چهارشنبې په ورځ وویل چې د دې ډلې د مالیې وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري د افغانستان د مرکزي بانک د رئیس په توګه ټاکل شوی دی.

https://p.dw.com/p/4P4Nw
Afghanistan Zentralbank in Kabul
انځور: Saifurahman Safi/Xinhua/picture alliance

د طالبانو د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل رویټرز ته ویلي چې بدري چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واک ته تر رسیدو وروسته د مالیې وزارت مشري او د بودیجې څارنه یې کوله، لا دمخه په مرکزي بانک کې په دنده لاس پورې کړی دی.

د دې ګومارنې لامل او دا چې د ماليې په وزارت کې به د هغه ځای ناستی څوک وي، تر اوسه معلوم نه دی. تر بدري وړاندې حاجي محمد ادريس د افغانستان د مرکزي بانک مشر و.

د طالبانو د چارواکو په وینا بدري هغه مهال د دې ډلې د اقتصادي کمیسیون مشر و چې دغې ډلې د لویدیځ په ملاتړ د حکومت پر ضد شل کلن بغاوت پیل کړ. دوی وايي چې بدري په هغه وخت کې د دغې ډلې د تمویل په برخه کې ډېرې چارې سمبالولې.

اړوندمطالب:د افغانستان بانکي سیستم په اړه د بشري حقونو د څار اندېښنه

د مرکزي بانک ګمارنې د واشنګټن له خوا له نږدې څارل کیږي چې په متحده ایالاتو کې یې د بانک د میلیاردونو ډالرو شتمنۍ کنګل کړي دي. د دغو شتمنیو نیمایي وروسته په سویس کې د افغان ټرسټ فنډ ته لیږدول سوي چې د متحده ایالاتو، سویس او افغان باور لرونکي لخوا څارل کیږي.

اړوند مطالب:امریکا د افغانستان کنګل شوې پیسې سویس ته انتقالوي

د مرکزي بانک شتمنیو ته د لاسرسي لپاره د امریکا له څو وړاندیزونو څخه یو په دغه بانک کې د طالبانو د لوړ پوړو غړو پر ځای د کارپوهانو او تجربه لرونکو کسانو ګمارل دي. د دې طرحې موخه پر مرکزي بانک د باور رامنځته کول دي، څو له سیاسي لاسوهنو لیرې وساتل سي.

hs/af (Reuters)