1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا بیا کويبا د تروريزم په ملاتړو هیوادونو کې شامله کړه

۱۳۹۹ دی ۲۳, سه‌شنبه

امریکا د ترمپ د واک په وروستيو ورځو کې يو ځل بیا کيوبا له تروريزم څخه د ملاتړ کوونکو هیوادونو په نوملړ کې شامله کړه. د امریکا د بهرنیو چارو وزير، مايک پمپئو، کيوبا د امریکا په قضايه قوه کې نفوذ کولو ته په هڅو تورنه کړه.

https://p.dw.com/p/3np2X
USA Außenminister Pompeo Kubapolitik
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزير، مایک پمپئوانځور: Saul Loeb/REUTERS

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت په داسې وخت کې فعاله شوی، چې د دونالد ترمپ د حکومت پای ته رسيدو ته تر لسو لږ ورځي پاتې دي.

په تروريستي ډلو کې د حوثي ياغيانو د ورګډيدو تر اعلانیدو وروسته، د امریکا د بهرنيو چارو وزير خبر ورکړی چې کیوبا يو ځل بيا له تروریزم څخه د ملاتړ کوونکو هیوادونو په نوملړ کې شاملیږي.

پمپئو په دې اړه په خپلو څرګندونو کې کیوبا د امریکا په قضايه قوه کې د نفوذ کولو پر هڅو او نړيوال تروريزم څخه پر ملاتړ تورنه کړې ده.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير له کيوبا څخه غوښتي دي چې له خپلو ورانکارو فعاليتونو او نړيوال تروريزم له ملاتړ څخه لاس واخلي. هغه ادعا کړې ده چې کيوبا په لسونو کلونه خپله خاوره د قاتلانو، بمونو تولیدونکو او یرغمل نیونکو په اختیار کې ورکړې ده.

د مايک پمپئو په خبره، کيوبا حتی د امريکايي مجرمانو کوربه ګرځيدلی دی.

د ویلو ده چې کله چې يو هیواد د تروريزم د ملاتړو هیوادونو په نوملړ کې شامليږي، نو پر هغه هيواد باندې پراختيايي مرستې، د تجهيزاتو صادرات او د پيسو د راکړي ورکړي معاملې سختې او یا بيخي قطع کيږي.

د پخواني ولسمشر بارک اوباما حکومت، په ۲۰۱۵م کال کې کیوبا له ترويزم څخه د ملاتړو هیوادونو له نوملړه ليري کړه. خو د دونالد ترمپ د واک په دوره کې د دواړو هیوادونو روابط په ښکاره توګه خراب شول. اوس تر پنځو کلونو وروسته، کیوبا يو ځل بیا د امریکا متحده ايالاتو له خوا، د تروريزم د ملاتړو هیوادونو په نوملړ کې شامليږي.