1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نړۍ کې د ترهگرۍ د قربانيانو شمير کم شوی

۱۳۹۹ آذر ۵, چهارشنبه

د ترهگرۍ د نړيوال شاخص په حواله په ۲۰۱۹م کال کې په ټوله نړۍ کې د ترهگرۍ د قربانيانو شمير ۱۵ سلنه راکم شوی دی. په افغانستان کې هم وضعيت ښه شوی، خو په دغه هيواد کې په يوه کال کې تر زرو زيات کسان د ترور قرباني شوي.

https://p.dw.com/p/3lo8O
Frankreich Nizza | Messerattacke | Ermittlungen
انځور: Gaillard Eric/abaca/picture alliance

د « Global Terrorism Index» يا «ترهگرۍ نړيوال شاخص» کې چې نن، چهار شنبه په لندن کې نشر شو، راغلي دي چې د ترهگرۍ د قربانيانو په شمير کې د پام وړ کمښت راغلی دی. زياته شوې ده چې په ۲۰۱۹م کال کې په ټوله نړۍ کې د ترهگرۍ د قربانيانو شمير ۱۳۸۲۶ وو چې دا ۱۵ سلنه کمښت ښيي. په دې توگه له ۲۰۱۴م کال راهيسې چې د تروريستي بريدونو د قربانيانو شمير پکې تر ټولو لوړ وو، دغه شمير په پرله پسې پنځم ځل راټيټ شوی دی.

د آسترليا د «اقتصاد او سولې انستيتويت» په نامه څيړنیز مرکز په دې شاخص کې ويل شوي چې د ترهگرۍ اصلي لامل اوس هم شخړې او کړکیچونه دي.

ويل شوي دي چې په ځانگړي توگه په افغانستان او نايجيريا کې وضعيت ښه شوی دی، ځکه چې د داعش او همدا راز د الشباب ترهگره ډله په دوامداره توگه تر فشار لاندي نيول شوې ده. خو زياته شوې ده چې سره له دې هم دغه دوه يوازني هېوادونه دي چې تر ۱۰۰۰ ډېر کسان پکې د ترور قرباني شوي دي.

د معلوماتو په حواله په ټولیزه توگه په ۱۰۳ هيوادونو کې ښه والی ليدل شوی دی.

زموږ له آرشيف څخه:په خيبر پښتونخوا کې د ترهگرۍ قربانيان

خو بورکينا فاسو هغه هيواد دی چې د ترهگرۍ له کبله پکې د قربانيانو شمير ۵۹۰ سلنه زيات شوی دی. نور هغه هيوادونه چې وضعيت پکې ډېر خراب شوی دی، سريلنکا، موزمبيق، مالي او نايجر پکې شامل دي.

څه موده وړاندې په ويانا کې يوه ترهگریز بريد څلور تنه ووژل
څه موده وړاندې په ويانا کې يوه ترهگریز بريد څلور تنه ووژلانځور: Herbert Neubauer/APA/picture alliance

د «ترهگرۍ نړيوال شاخص» په حواله په ۲۰۱۹م کال کې په ټوله نړۍ کې تر ټولو خونړي بريدونه وسله والو طالبانو په افغانستان کې ترسره کړي دي خو سره له دې هم په ټولیزه توگه د دغه ډلې په بريدونو کې ۱۸ سلنه کمښت راغلی دی.

اړونده موضوع:سعودي عربستان ۳۷ کسان د «ترهگرۍ» په جرم اعدام کړي دي

د داعش ډلې په پياوړتيا او نفوذ کې هم کمښت راغلی دی: دغي ډلي له هغه راهيسې چې بنسټ یې ايښوول شوی، په لومړي ځل په يوه کال کې تر زرو کمو قربانيانو مسؤليت پر غاړه لاره.

د ترهگرۍ د نړيوال شاخص په حواله په شمالي امريکا، لويديځې اروپا او د پاسيفيک په ټاپوگانو کې د ښی اړخه سياسي ترهگرۍ خطر په دې تیرو پنځو کلونو کې کابو ۲۵۰ سلنه ډېر شوی دی. زياته شوې چې په ۲۰۱۹م کال کې د تندلارو ښی اړخه ترهگرو له خوا ۸۹ کسان وژل شوي دي.

زياته شوې چې لومړنۍ شميرې دې ته اشاره کوي چې د روان ميلادي کال په مارچ مياشت کې له کرونا وبا راهيسې د نړۍ په زياترو سيمو کې د ترهگرۍ پېښې او همدا راز د ترهگرۍ په نتیجه کې د وژنو شمير را کم شوی دی.

خو د «اقتصاد او سولې انستيتويت» څېړنيز مرکز له ترهگرۍ سره د مبارزې په برخه کې د کوويد – ۱۹ له کبله د نويو چيلنجونو څخه خبرداری ورکړی دی. زياته شوې چې په تيره بيا د کرونا له وجې له ترهگرۍ سره د مبارزې له پاره د نړيوالو د مالي مرستې کميدل کيدای شي پايلې ولري.

ب. ض/ ن. ز (KNA)

زموږ له آرشيف څخه: