1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

ولې په تهران کې د ترکي هوایي شرکت دفتر تړل شوی؟

۱۴۰۳ تیر ۲۱, پنجشنبه

ایراني پولیسو وروسته له هغې په پلازمېنه تهران کې د «تُرکش ایئرلاینز» دفتر وتاړه، کله چې د دې دفتر کارمندانو ظاهراً د دغه هیواد د قانون په نه مراعاتولو سره، له حجاب کولو څخه انکار وکړ.

https://p.dw.com/p/4iBBP
په تهران کې د خميني هوايي ډگر منظره چې د تُرکش ائيرلاين خدماتي ميز ليدل کيږي.
آرشیف انځور: ایراني پولیسو تهران کې د تُرکش ایئرلاینز دفتر وروسته له هغې وتړلو چې د دفتر کارمندانو یې د حجاب له مراعاتولو څخه انکار وانځور: Fatemeh Bahrami/AA/picture alliance

د ایران د دولتي خبري آژانس «تسنیم» په حواله پولیسو لا دمخه د ترکش ایئرلاینز کارمندانو ته د حجاب نه مراعتولو له کبله خبرداری ورکړی وو، خو کارمندانو ظاهراً «پولیس افسرانو ته ستونزې پيدا کولې» چې له امله یې دفتر وتړل شو.

د تسنیم خبري آژانس د رپوټ په حواله پولیسو د کارمندانو د چلند له امله دفتر مهرلاک کړ. په رپوټ کې زیاته شوې ده چې د دغه دفتر کارمندانې چې ایراني اتباع دي[د پولیسو له پاره مشکلات پیدا کول] چې له امله یې دفتر بند کړای شو.

په رپوټ کې زیاته شوې ده چې پولیس د قانون پر اساسد حجاب نه مراعاتولو له کبله په ناببره توګه کوم کاروبار نه بندوي، بلکې لومړی ورته خبرداری ورکوي. تُرکش ایئرلاینز تر اوسه پورې په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د ۲۰۲۲م کال په سپټمبر کې د پولیسو په توقیف کې د ۲۲ کلنې کُردۍ مېرمنې مهسا امیني تر مړينې وروسته، په ایران کې دننه او بهر د حجاب قانون پر ضد په پراخه پيمانه مظاهرې وشوې. مهسا امینيد حجاب د نه مراعاتو په تور نیول شوې وه.

ایراني چارواکو په تیرو کلونو کې په ټول هیواد کې داسې دوکانونه، رستورانټونه، درملتونونه او حتی په لسګونو دفترونه وتړل چې په خاموشۍ سره یې خپلو ښځینه کارمندانو ته د حجاب نه کولو اجازه ورکړې وه.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز