طالبان: د اشغال د دوام په صورت کې خپلې جګړې ته دوام ورکوو
۱۳۹۹ بهمن ۱۴, سهشنبهد وسله والو طالبانو د قطر د سياسي دفتر ویاند سهیل شاهین د دوشنبې (د فبرورۍ میاشتې لومړۍ نیټه) په ورځ د ایران په پلازمېنه تهران کې د یوه رسمي سفر په ترڅ کې ویلي دي چې په افغانستان کې د مستقرو امریکایي ځواکونو او یا نورو ناټو ځواکونو پاتې کیدنه د «افغانستان د اشغال د دوام» په معنی ده.
نږدې یو کال مخکې د امریکا متحده ایالاتو د هغه وخت حکومت له طالبانو سره په دوحه کې یو توافق ته ورسید چې له مخې طالبانو په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو ژمنه وکړه. بالمقابل امریکا د روان کال تر می میاشتې پورې په بشپړ ډول له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو ټټر وهلی وو.
د امریکا د هغه وخت ولسمشر دونالد ترمپ د خپلې ولسمشریزې دورې په وروستیو اونیو کې له افغانستان څخه د امریکایي سرتیرو تدریجي کمول عملي کړل او خپل یو شمیر سرتیري یي له افغانستان څخه و ایستل. اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا ۲۵۰۰ امریکایي سرتیري موجود دي.
شاهین ژورنالیستانو ته وویل: «مونږ د شلو کلونو راهیسې د اشغال پر وړاندې جنګیږو»، که د نړیوالو ځواکونو وتل تر می میاشتې پورې عملي نه شي، دا په دې معنی ده چې «مونږ اړ ایستل کیږو چې خپلې جګړې او جهاد ته ادامه ورکړو.»
د جو بایډن تر مشرۍ لاندې د امریکا حکومت د تیرې پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې پر شوي موافقه به له سره غور وکړي.
دواړه خواوې یو پر بل له موافقې څخه د سرغړونې تور لګوي. د جمعې په ورځ د افغانستان ولسمشر له امریکا وغوښتل چې پر طالبانو فشار زیات کړي او د خپلو ځواکونو پر ایستلو دې بیړه نه کوي.
شاهین زیاته کړې ده: «که تاسې [امریکا] غواړئ یو وار بيا موافقه ؤ ارزوئ، کولی شي ويې ارزوئ، خو تاسې مکلف یاست چې موافقې ته ژمن پاتې شئ.»
نوموړۍ ټینګار وکړ چې دا امریکا او افغان ځواکونه دي چې په پرله پسې ډول د دوحې له موافقتنامې څخه سرغړونه کوي او طالبان یې په غبرګون کې په عاجل ډول پر دفاعي اقداماتو لاس پورې کوي.
د سولې د موافقتنامې سربیره نږدې هره ورځ پر افغان امنیتي ځواکونو بریدونه کیږي. د دې ترڅنګ د تیرو څو میاشتو راهیسې په هدفي وژنو کې سیاستوال، مدني فعالان او ژورنالیستان په نښه کیږي، چې حکومت یي پړه پر طالبانو ور اچوي.
آژانسونه: ش.ن/ ب.ص