1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکيه: د افغانستان د سولي له پاره پلان سوی کنفرانس وځنډېد

۱۴۰۰ اردیبهشت ۱, چهارشنبه

ترکیې د افغانستان له پاره د پلان سوی کنفرانس د ځنډیدو اعلان وکړ. په اصل کي باید د قطر او امریکا متحده ایالاتو په ملاتړ دغه کنفرانس د اپریل پر ۲۴مه په استانبول کي جوړ سوی وای.

https://p.dw.com/p/3sJJB
Afghanistan-Friedensplan fertiggestellt Friedenskonferenz
انځور: Presseabteilung des Hohen Friedensrates

 

 

د ترکیې خارجه وزیر مولوت چاویز اوغلو د سې شنبه په ورځ د «حَبر ترک» په نامه  ترکي تلویزیوني چینل ته وویل: «دغه کنفرانس به په روانه اونۍ کي نه بلکي تر روژې وروسته د می میاشتي په نیمايي کي دایر سي».

دغه کنفرانس چي د ملګرو ملتونو او قطر له خوا یې ملاتړ کیږي، په اصل کي باید د اپریل له ۲۴ می څخه د می تر څلورمي پوري په استانبول کي جوړ سوی وای.

چاویز اوغلو وویل: «د ترکیې حکومت د ملګرو ملتونو، قطر او امریکا متحده ایالاتو سره تر سلا مشورو پریکړه وکړه چي نوموړی کنفرانس وځنډوي. هغه زیاتوي دا د عجلې کار نه دی.»

نوموړي کنفرانس ته د افغان حکومت استازي او طالبان ور بلل سوي ول. د ترکیې د حکومت په غوښتنه باید د قطر په پلازمېنه دوحه کي له خنډ سره مخامخ بین الافغاني خبري اتري چټکي او بشپړي سي.

د امریکا ولسمشر جوبایدن تیره اونۍ اعلان وکړ چي امریکايي ځواکونه به د سپتمبر تر ۱۱مي پوري له افغانستانه ووزي. له همدې کبله طالبانو په دغه غونډه کي خپل ګډون لغوه کړ.

د طالبانو ویاند محمد نعیم ویلي ول: «تر څو چي ټول خارجي ځواکونه له افغانستانه وتلي نه وي، موږ به دې ته تیار نه سو چي په هغه کوم کنفرانس کي برخه واخلو چي د افغانستان په هکله پریکړه پکښي کیږي». وروسته طالبانو اعلان وکړ چي په دغه کنفرانس کي د ګډون په هکله لا داخلي سلا مشوره نه ده سوې.

چاویز اوغلو اوس ویلي دي چي د دغه کنفرانس ځنډیدل به دواړو خواوو ته وخت ورکړي چي خپل د ګډونوالو د نومونو ليست چمتو کړي. خو په دې هکله چي آیا طالبان به په دغه کنفرانس کي ګډون وکړي او که نه، هغه وویل: «طبعاً. آیا بې طالبانو دغه کنفرانس کومه معنی لري؟»

په دوحه کي په هغو بین الافغاني خبرو اترو کي چي د امریکا متحده ایالاتو د حکومت او طالبانو ترمنځ د یوه تړون پر اساس پرمخ رواني وې. په دغه تړون کي راغلي ول چي د می میاشتي تر لومړۍ نیټې پوري باید ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.

GP/NZ/AG