رپوټ:امریکا له افغانستانه د تخلیې پروازونه له سره پیلوي
۱۴۰۰ مهر ۲۳, جمعهامریکایی ځواکونو د طالبانو په واسطه د کابل تر سقوط وروسته، د تخلیې نظامي عملیات پر لار واچول او د اگست میاشتي تر ۳۱ مي نیټې پوري یې په لسهاوو زره افغانان او خارجیان له دغه هیواده بهر ته انتقال کړل. د اگست په آخره کي د وروستي امریکایی سرتیري په وتلو سره د تخلیې عملیات هم پای ته ورسیدل.
خو لا هم د امریکایی ځواکونو او نورو هیوادونو ډیر شمیر محلي کارکوونکي په افغانستان کي پاته دي. په وروستیو اونیو کي ځینو وکولای سول، د پاکستان له لاري او یا هم د قطر د الوتکو په مرسته له دغه هیوادوه ووځي.
د «وال ستریت ژورنال» په رپوټ کي راغلي چي د امریکا متحده ایالاتو په ملاتړ دغو پروازونو کي به امریکایي اتباع، په دغه هیواد کي د قانوني اقامت درلودونکي کسان او د ویزې ځیني متقاضیان له افغانستانه وایستل سي، خو ددغو پروازونو د پیل کیدو نیټه لا نه ده تعیین سوې.
د امریکا متحده ایالاتو د خارجه وزارت چارواکو د «وال ستریت ژورنال» د ورځپاڼي په جواب کي په دې اړه کوم نظر نه دی څرگند کړی.
د جوبایدن حکومت ویلي چي د تخلیې اصلي اولویت به امریکایی اتباعو او د گرین کارت درلودونکو ته ورکول سي چې وې نسوای کولای د اگست د میاشتي د نظامي تخلیې د عملیاتو په ترڅ کي له افغانستانه ووځي.
GP/BS/AG