1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م افغانستان کې دې د دوي ښځینه کارکوونکې نه ځورول کیږي

صفت الله زاهدي
۱۴۰۱ شهریور ۲۲, سه‌شنبه

ملګرو ملتونو د خپلو افغان ښځینه کارکوونکو پر وړاندي د واکمنو چارواکو د کړنو په اړه ژوره اندېښتنه ښوولې دغه دفتر دا نه ده روښانه کړې چې دا پېښه د افغانستان په کوم ولایت کې سوي او علت یې څه وو

https://p.dw.com/p/4GlS4
Afghanistan | Frauenrechte | Proteste in Afghanistan
انځور: Wakil Kohsar/AFP

ملګري ملتونه وايي چي په افغانستان کې دې د دوي ښځینه کارکوونکې نه ځورول کیږي 


ملګرو ملتونو د خپلو افغان ښځینه کارکوونکو پر وړاندي د واکمنو چارواکو د کړنو په اړه ژوره اندېښتنه ښوولې ده. دغه سازمان د دوشنبې په ورځ په يوه خپره کړې اعلاميه کي ويلي دي: «ملګري ملتونه له واکمنو چارواکو غواړي چې په ټول هيواد کې د ازاد تګ راتګ په ګډون د ملګرو ملتونو او د دغه سازمان د ټولو کارکونکو امتیازاتو او خونديتوب ته د درناوي په برخه کې خپل مکلفیتونه ترسره کړي. »

Afghanistan Herat nach Bombenexplosion
انځور: AFP

دغه دفتر په افغانستان کي یوې تازه پېښې ته هم اشاره کړې ده چې د ملګرو ملتونو درې ښځینه کارکوونکې د طالبانو د امنیتي کسانو له خوا په موقت ډول نیول سوي او پوښتنې تري سوي دې. دغه دفتر دا نه ده روښانه کړې چې دا پېښه د افغانستان په کوم ولایت کې سوي  او علت یې څه وو.

په اعلاميه کي راغلي دي: «ملګري ملتونه په سملاسي ډول د خپلو افغان ښځینه همکارانو د دا ډول ګواښونو او ډارولو د پای ته رسولو غوښتنه کوي، او پر واکمنو چارواکو غږ کوي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ټولو کارکوونکو د امنيت او خوندیتوب له پاره دې روښانه تضمينونه پلي کړي، چې د نړيوال قانون پر اساس د افغانستان له مکلفیتونو څخه دي.»

ملګري ملتونه: طالبان دې د ښځو حقونه رعایت کړي

 بل لوری ته د طالبانو ویاند زبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه لیږل سوې ویناپاڼه کې د ملګرو ملتونو ددې اعلامیې له خپریدو وروسته خبر ورکړي چې د دې سازمان هیڅ یوه کارکوونکې نه ده نیول سوې. 

مجاهد رسنیو ته په لیږل سوي پیغام کې ویلې: «په افغانستان کې د ملګرو ملتونو اړوند کومه ښځینه کارمنده نه ځورول سوې او نه هم توقیف سوې.» 

ملګرو ملتونو د طالبانو له خوا د ښځو «سيستماتيکه ځورنه» غندلې ده

مجاهد منلې ده چې په کندهار ولایت کې د ښځینه وو له یوي راټولې سوي ډلې څخه د امربالمعروف کارکوونکو معلومات غوښتې، خو چې کله ښکاره سوي چي هلته د ملګرو ملتونو یوه ښځینه کارمنده شتون لري، دوی تري لري سوې دي. هغه ویلي دي: «هیڅ کومه ستونزه نه ده رامنځ ته سوي.»

Afghanistan | Taliban Versammlung in Kabul
انځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

ملګري ملتونه په افغانستان کې له واکمنو چارواکو غوښتي دي چې په دغه هيواد کې د ټولو خلکو له پاره د بشري حقونو نړیوالو مکلفیتونو ته درناوي تضمین کړي.