1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نړیوال بانک له افغانستان سره یو میلیارډ ډالر نوره مرسته کوي

۱۴۰۰ اسفند ۱۱, چهارشنبه

نړیوال بانک له افغانستان سره یو میلیارډ ډالر بشري مرسته تصویب کړه. د نوموړي بانک په حواله به د د دې پیسو ډیره برخه په دغه هیواد کي د زده کړو، روغتیا او زراعت په برخه کي ولگولي سي.

https://p.dw.com/p/47rtS
Afghanistan | Bäckerei in Kabul spendet Brot
انځور: Ali Khara/REUTERS

نړیوال بانک د سه شنبې په ماښام په واشنگټن کي څرگنده کړه چي «دغه مالي مرسته به د «بلاعوضو مرستو په ډول» د ملگرو ملتو سازمانونو او نړیوالو غیردولتي سازمانونو له لاري ورکړل سي. هغه ژمنه وکړه چي په دې ډول به دغه پیسې د طالبانو د مؤقتي حکومت له کنتروله وتلي پاته سي.» 

دا نوې مرستې د ۲۸۰ ميلیونه ډالرو مرستې د بستې په تعقيب کيږی چې د دسمبر په پيل کې ورکول شوې وې. نړیوال بانک د تیرکال د اگست په پای کي خپلي مرستي پس له هغه په ټپه ودرولې چي طالبانو په دغه هیواد کي واک ترلاسه کړ. واک ته د طالبانو تر رسیدو مخکي، نړیوال بانک تر ۳۰ سلني پوري د حکومت بودیجه د افغانستان د بیارغوني له پاره ځانگړي صندوق له لاري چی مدیریت یې هم پر غاړه وو، تمویلوله.

لکه څنگه چي نړیوال بانک له هغه راهیسي ددې امکان نه درلود چي د نړیوالو له خوا د طالبانو په رسمیت نه پیژندل سوي حکومت ته دغه پیسې ورکړي، نو د افغانستان اوسني بشري او اقتصادي بحران ته په کتو سره یې پریکړه وکړه چي له ځانگړي صندوق څخه نوموړي پیسې نړیوالو سازمانونو ته واړوي.

په اول سر کي ياد بانک غواړي ۶۰۰ میلیونه ډالر د هغو پروژو له پاره ځانګړي کړي چي د زده کړو، روغتیا او زراعت په برخه کي ورته اړتیا لیدل کیږي، دا په داسي حال کي ده چي مهمه برخه به بیا هم  د ښځو او نجونو د ملاتړ موضوع وي. ددغو پروژو د پلان جوړولو او د هغو د تمویلولو کار به په راتلونکو څو اونیو کي ترسره سي. نړیوال بانک زیاتوي، که شرایط اجازه ورکړي نو نوموړي مرستي به د کال ترپایه پوري نوري هم زیاتي سي.

ملګري ملتونه په افغانستان کي له یوه ستر بشري ناورین څخه خبرداری ورکوي. په میلیونو انسانان د لوږي له گواښ سره مخامخ دي او اقتصاد نور د سقوط په حال کي دی.

طالبان هڅه کوي چي د نړیوالو له خوا په رسمیت وپیژندل سي او مرستي په لاس راوړي، خو غربیان بیا دغه ډول مرستي د هغوی له خوا د بشري حقونو له مراعاتولو سره تړي. واک ته د طالبانو د رسیدو راهیسي د بشري حقونو څخه د سرغړوني، د مثال په ډول پر خپل سر اعدامونو او یا هم له درس او تعلیم څخه د ښځو او نجونو د بې برخه کیدو په هکله بې شمیره رپوټونه ورکول سوي دي.

GP/BS/AG