1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: د پخواني حکومت امنیتي ځواکونه بیرته جذبیږي

۱۴۰۰ شهریور ۱۵, دوشنبه

طالبانو اعلان کړی چي د پخواني حکومت د پوځ، پولیسو او ملي امنیت مسلکي کسان له طالبانو سره یوځای بیرته د مسلحو قواوو په تشکیل کي جذبوي. د پخواني حکومت په زرونو امنیتي کسان په بې سرنوشتۍ او بیره کي ژوند کوي.

https://p.dw.com/p/3zytP
Afghanistan Armee in Herat
انځور: Getty Images/AFP/H. Hashimi

د طالبانو تر پرمختګونو او کابل تر نیولو وروسته د افغانستان وسله وال ځواکونه چي د تعلیم او تربیې په خاطر یې په ميلیارډو ډالره مصرف سوي وه، متلاشي سول.

د امریکا متحده ایالاتو د ارقامو پراساس د افغانستان د تقریباً ۳۰۰ زرو امنیتي قواوو پر تجهیز او روزني باندي تقریباً ۲۰۰ ميلیارډه ډالره مصرف راغلی ؤ. خو اوس اکثره دغه مسلکي او روزل سوي قواوي د افغانستان څخه وتلي او یو تعداد یې هم په بې سرنوشتۍ او بیره کي ژوند کوي.

د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد نن دوشنبه (۲۰۲۱م کال د سپتمبر ۶) په کابل کي د یوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وویل چي د پخواني حکومت د پوځ، پولیسو او ملي امنیت مسلکي او روزل سوي کسان به له طالبانو سره یوځای د وسله والو قواوو په تشکیل کي استخدام سي: «راتلونکی نظام به هغوی تر یوه حل وروسته سره منسجم کړي. ټوله هغه کسان به چي مسلکي کسان او کدرونه دي او په مختلفو برخو کي یې تعلیم لیدلی دی، امنیتي ارګانو ته بیرته ورسي. هغوی ته به دا خبره اعلان او غوښتنه ورڅخه وسي. بې له شکه زموږ هیواد یوه قوي ملي اردو، پولیسو او ملي امنیت ته ضرورت لري.»

هغه ټینګار وکړ، چي دغه قواوي به د هغوی د اسنادو تر بررسۍ او لیاقت پر اساس د طالب ځواکونو تر څنګ د مسلحو قواوو په صفوفو کي جذب سي.

د طالبانو ویاند همداراګه د ټولي نړۍ د هیوادونو او خصوصأ همسایه ګانو څخه وغوښتل چي هغه حکومت چي دوی یې جوړوي، په رسمیت وپيژني.

له بلي خوا که څه هم د کابل د هوايي میدان څخه داخلي پروازونه شروع سوي دي، خو مجاهد د خارجي او بین المللي پروازونو د پيل په باب څه ونه ویل. دومره یې وویل چي د کابل هوايي میدان ته په ميلیارډو ډالره تاوان رسیدلی دی او ترمیم یې وخت نیسي.

د طالبانو ویاند د حکومت د تشکیل په باب وویل، چي د هغه د جوړیدو تخنیکي کارونه خلاص سوي او ډیر ژر به هغه اعلان سي. خو امکان لري چي د ځینو قوانینو او مقرراتو تر نافذیدو پوري حکومت د سرپرستانو په واسطه اداره سي.