ایا طالبان اوس د یوه اقتصادي بحران سره مخامخ دي؟
۱۴۰۰ مرداد ۳۰, شنبهد کابل تر نیولو وروسته طالبان مجبوره دي، چي لمړی ثبات رامنځته او د تقریبأ ۳۷ ملیونو انسانانو د لمړیو ضروریاتو د پوره کولو غم وخوري. چپه سوي پخواني حکومت سخت پر خارج باندي تکیه درلوده او د هغو په مالي کومکونو باندي چلیدی.
خو طالبان بیا د دې برعکس د مالیاتو د راټولولو او تاریاکو د تجارت د لاري پيسې پیدا کوي. د امریکا د متحده ایالاتو د ارقامو پر اساس، تر ټولو دمخه امریکا، جرمني او ځینو نورو هیوادونو د افغانستان د حکومتي مصارفو ۸۰ فیصده تمویلوله. خو اوس بیا د ملیارډونو ډالرو دغه کومکونه حداقل د اوس دپاره پرطالبانو باندي قطع سوي دي. د پیسو یوې بلي ممکنه ذخیرې، یعني په خارج کي د افغانستان ذخایر، چي تقریبأ د ۹ ملیارډو ډالرو په ارزښت دي، هم طالبان ورته لاسرسی نلري.
ځکه نو د افغانانو دپاره اوس دا مهمه ده، چي طالبان کومه تګلاره انتخابوي: ایا هغوی به یو ظالمانه او مطلق العنانه رژیم جوړ کړي، چي په بین المللي سطح به د منلو وړ نه وي؟ خو که به یو د معتدل اسلامي اساساتو پر بنأ یو حکومت جوړ کړي، داسي یو حکومت چي د بین المللي ټولني لخوا د په رسمیت پیژندلو کوښښ تر سره کوي او مالي کومکونه راجذبوي؟
شل کاله دمخه د طالبانو تر سقوط راوروسته د افغانستان اقتصاد تر ډیره حده پوري وده کړې ده. که څه هم په ۲۰۲۰ م کال کي د جهاني بانک د ارقامو پراساس د افغانستان سره ددغه هیواد د ټول اقتصادي طاقت ۴۰ فیصده کومکونه بیا هم د خارج څخه تر سره کیدله، چي مجموعأ تقریبأ ۲۰ ملیارډه ډالره کیدلې.
خو د ملګرو ملتونو د پرمختیايي مسایلو د جدول پراساس افغانستان بیا هم د دنیا یو د ډیرو غریبو هیوادو د جملې څخه دی او ۱۸۹ هیوادونو په قطار کي ۱۶۹ مقام لري.
پر دغو ټولو سربیره بیا اوسنۍ وچکالي ، د کرونا بحران او د کلونو جنګونو او کشمکشونو عواقب هم پر دغو مشکلاتو باندي وراضافه سوي دي. د ملګرو ملتونو د ارقامو پراساس نیمايي افغانان د فقر په سطح کي ژوند کوي او بین المللي کومکونو ته محتاجه دي.
د غذا جهاني پروګرام، WFP اټکل کوي، چي تقریبأ ۱۴ ملیونه افغانان کافي خواړه نلري. د همدغه سازمان په حواله که په دغه هیواد کي د فقر او غربت له کبله یو انساني بحران رامنځته کیږي، نو به ډیر نور انسانان هم تیښتي ته مجبوره او اروپا ته به هم راسي.
د بلي خوا بیا بین المللي ټولنه اوس د انتظار په حالت کي ده او شاید امیدواره وي، چي پیسې به پر طالبانو باندي فشار راوړي، چي حداقل هغوی دیوه معتدل سیاست اتخاذولو ته مجبوره سي.
پرون جمعه ( د اګست میاشتي ۲۰ مه) د امریکا دخارجه وزارت ویاند، نید پاریس وویل، چي بیله د هغوی د په رسمیت پیژندلو څخه به ډیره سخته وي، چي پردغه هیواد باندي حکومت وسي او اقتصاد وغوړیږي.
خو کیدای سي، هغوی د همسایه هیوادونو لکه پاکستان او چین لخوا په رسمیت وپیژندل سي. چین په منطقه کي د ثبات راوستلو دپاره مبارزه کوي ، ځکه غواړي خپله لویه اقتصادي پروژه یې عملی او د ابریښمو لار یې د مختلفو هیوادونو څخه تیره سي. دا به د افغانستان سره تجارت او راکړي ورکړي ته هم لار خلاص کړي ، خو ددغه هیواد سره د ډیرو کومکونو د کولو امکان یې ډیر لږ دی.
پر دې سربیره طالبان پخپله تراوسه پوري د تعزیراتو سره مخامخ دي او دا به د هغوی سره د هر ډول تجارتي مناسباتو ایجادول سخت کړي. د امریکا جمهوررییس، جوبایدن همدا پرون جمعه واضح کړه، چي د افغانستان سره بشري کومکونه د طالبانو په رفتار پوري مربوط دي. د بایدن په خبره «که طالبان غواړي په رسمیت وپیژندل سي، نو باید په خپل رفتار کي تغیر راولي. هغوی باید داسي یوه تګلاره اتخاذ کړي، چي د افغانستان وحدت او یووالی تضمین کړي.»
آ./م.ق./ا.ا.