1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سپنتا افغانستان «د ښځو له پاره دوزخ» بللی

۱۴۰۰ دی ۱۱, شنبه

د افغانستان د بهرنيو چارو پخواني وزير، رنګين دادفر سپنتا، په افغانستان کې د ښځو ژوند «دوزخ» بللی دی. سپنتا دغه څرګندونې د دويچلند فونک راډيو سره په مرکه کې کړې دي.

https://p.dw.com/p/452SR
Afghanistan Rangin Dadfar Spanta
انځور: picture-alliance/dpa

سپنتا ويلي چې د اګست په نيمايي کې د طالبانو د ولکې راهيسې هره ورځ هغه څوک له سيستماتيک تبعيض، شکنجې او قتل سره مخامخ وي چې »د طالبانو د ژوند د طرز سره مخالفت لري.« د سياسي چارو دغه کارپوه د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۰ کلونو تر منځ د افغانستان د بهرنيو چارو وزير وو.

 سپنتا دا هم وويل چې ښځې د کار اجازه نه لري او معاش هم نه ورکول کيږي. سره له دې هم داسې ښځې شته، په تېره په ښارونو کې، چې له ځان څخه دفاع کوي. د سپنتا په خبره »هره ورځ ښځې مظاهرې کوي، چې له دغو ګواښونو، شکنجې او تاوتريخوالي څخه تېريږي، څو خپل حقونه وساتلی شي.«

د طالبانو د واکمنۍ راهيسې نجونې يوازې تر شپږم ټولګي پورې مکتب ته تللی شي او له دې وروسته تعليم ته تقريبا هيڅ لاسرسی نه لري. ښځې همداراز اجازه نه لري چې بې له نارينه وو له کور څخه ووځي، په داسې حال کې چې د ښځو چارو وزارت او د امن کورونه هم تړل شوي دي.

 سپنتا پر نړيوالې ټولنې هم انتقاد کوي او وايي چې افغانستان يې »په قصدي ډول ګډوډۍ ته رسولی دی.« آلمان هم د سپنتا په نظر د طالبانو د ولکې راهيسې کافي هڅه نه ده کړې چې پخواني محلي همکاران او کورنۍ يې تخليه کړي. سپنتا له دې کبله ټينګار وکړ چې »دا کار يوازې په بيروکراتيک ډول نه کيږي. سړی بايد يوه لا پراخه حلقه په بحث کې ښکېله او ډېر ژر عمل وکړي. نه دا چې سړی فقط کښېني، بحث وکړي او هيڅ عمل ونه کړي.«

د آلمان په آخن ښار کې مېشت دغه سياستوال غواړي چې خپل هېواد ته ستون شي. د هغه په خبره »که مې د ژوندي پاته کېدو يوازې لږ چانس لرلی، زه به هلته پاته شوی وای.« د هغه په خبره په تېرو کلونو کې هم افغان سياسيونو او هم نړيوالې ټولنې اشتباهات کړي دي. خو د ده په خبره په افغانستان کې د دموکراسۍ پلي کول کومه پروژه نه ده، بلکې يو اوږد بهير دی، په داسې يوه هېواد کې چې جګړو او ويجاړيو ډېر ځپلی دی.

د انټرنټ له طریقه د زده کړې او کار زمينې مساعدولو ابتکار