1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د يوناما ماموريت تمدید؛ طالبانو یې هرکلی کړی

۱۴۰۰ اسفند ۲۷, جمعه

طالبانو په افغانستان کې د امنيت شورا له خوا د ملګرو ملتونو د ماموريت د مودې له غځولو هرکلی دی. د پنجشنبې په ورځ له روسیې پرته د امنيت شورا ټولو غړيو په افغانستان کې د دغه ماموريت د غځيدو له پاره مثبته رايه ورکړه.

https://p.dw.com/p/48f5o
New York | Sondersitzung UN Sicherheitsrat Ukraine
انځور: Timothy A. Clary/AFP

د پنجشنبې د ورځې دغه پريکړه ليک چې د «طالبانو» د حکومت يادونه پکې نه ده شوې، په افغانستان کې چې د لسیزو راهېسې د روانې جګړې له کبله یې اقتصاد هغه وخت د سخت بحران سره مخ شو چې په تېر اګست مياشت کې طالبان واک ته ورسېدل، د ملګرو ملتونو د فعاليت دوام ته لاره هواروي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندويه ماموريت يوناما د غځولو په موخه د وړاندې شوي دغه پريکړه ليک په پلوۍ د امنیت شورا له ۱۵ څخه ۱۴ غړيو مثبته او يوه يعني د روسیې له خوا ممتنع رایه کارول شوې ده.

روسیې يې ولې مخالفت وکړ؟

روسیې غوښتل چې د امنيت شورا ۱۵ غړي د کوربه هېواد په توګه د «افغانسستان د واکمنانانو» ليدلوری هم په پام کې ونیسي. خو دغه پريکړه ليک د ۱۴ رايو په ترلاسه کولو سره تصويب شو او د طالبانو يادونه پکې نه ده شوې.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفير واسيلي نيبنزيا په دې اړه وويل: «موږ نه غواړو چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دا مرستندويه ماموريت پر يوه ناکام ماموريت بدل شي. د واکمنانو له خوا ملاتړ به د دې باعث شي چې دا ماموريت په اغیزناکه توګه ترسره شي او خپل اهداف ترلاسه کړي.»

ملګرو ملتونو تر اوسه په دې سازمان کې د طالبانو له خوا ټاکل شوی استازی په رسميت نه دی پيژندلی او دا پريکړه ليک هم د طالبانو نوي حکومت ته هيڅ نړيوال مشروعيت نه ورکوي.

د يوناما ماموريت کې يو شمیر بشري او سياسي مسلې او همدا راز د ښځو او ماشومانو او ژورناليستانو په ګډون د بشري حقونو په اړه د همکارۍ ډېرې برخې شاملې دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د جمعې په ورځ د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «موږ د يوناما د ماموريت غځيدل يو ښه ګام بولو او دا غوښتنه لرو چې په افغانستان کې د بشري او نورو ستونزو د هوارولو له پاره اغیزناکه فعاليت ولري.» هغه وويل: «موږ به ورسره همغږي او همکاري وکړو.» 

په ملګرو ملتونو کې د ناروې سفيرې مونا جوول چې هېواد یې دا پريکړه ليک وړاندې کړی وو، وويل: «امنيت شورا د ماموریت د تمديد سره دا واضح پېغام ورکوي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات له پاره او همدا راز د افغانانو د ملاتړ له پاره چې بې سابقه ستونزې لري او له غير ډاډمن حالت سره مخ دي، د يوناما نقش ډېر مهم دی.»

په افغانستان د ملګرو ملتونو يوناما ماموريت په لومړي ځل په ۲۰۰۲م کال کې رامنځته شو او بشردوستانه ملاتړ، د بشري حقونو په برخه کې ملاتړ او سياسي او سيمه ایزه همکارۍ پکې شاملې وې.

يوناما په دې وروستيو له وروستیو تحولاتو تر مخه په شخړه کې د ملکيانو د مرګ ژوبلې او د سولې د پروسې څارنه هم کوله.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته په دغه هېواد کې بشري بحران نور هم ژور شوی دی. ملګري ملتونه او نور نړيوال آژانسونه وايي چې د افغانستان د ۳۸ میليون نفوس تر نيمايي ډېر یې له لوږې سره مخ دي.

له همدې کبله په جنورۍ میاشت کې ملګرو ملتونو د افغانستان له پاره د بسپنې راټولولو د تاريخ تر ټولو ستر کمپاين پېل کړ او د بشري بحران د مخنيوي په موخه یې د ۵ میلياردو ډالرو بسپنې غوښتنه وکړه.

ب. ص/ خ. ح (AFP)