1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: که بهرني ځواکونه ونه وځي نوې «ستره جګړه» به پیل شي

۱۳۹۹ بهمن ۱۷, جمعه

طالبانو ګواښ کړی چې که ناټو او امريکايي ځواکونه د دوحې تړون پر اساس په می میاشت کې ونه وتل نو د امريکا متحده ایالاتو پر وړاندې به جګړه له سره پېل کړي. د امریکا د کانګرس يوې ډلې د ځواکونو د اخراج د ځنډولو سپارښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/3ox8l
Katar Doha | Afghanistan Friedensverhandlungen | Abbas Stanikzai
آرشيفانځور: Getty Images/AFP/K. Jaafar

له کابل څخه د آلمان خبري آژانس د جمعې په ورځ په خپل رپوټ کې ويلي دي چې طالبانو په خپلې رسمي ويبپاڼه کې ليکلي دي: «که چيرته د دوحې تړون ملغا شي، دا به د یوې سترې جګړې سبب واقع شي چې مسئوليت به يې په نيغ په نيغه د امریکا پر غاړه وي.»

طالبانو دغه څرګندونې دوو ګوندونو د کارپوهانو د يو رپوټ په ځواب کې کړي، چې په هغه کې سپارښتنه شوې وه چې له افغانستانه د امريکايي قواو د وښکلو موضوع تعويق ته واچول شي.

د امريکا متحده ايالاتو پخواني ولسمشر دونالد ترمپ ادارې د تيرکال په فبروري میاشت کې طالبانو سره يو تړون لاسليک کړ. په دغه تړون کې راغلي چې په افغانستان کې ميشت د ناټو ټول ځواکونه د ۲۰۲۱م کال د اپريل مياشتې تر پايه پورې په تدريجي ډول له دغه هيواد څخه وځي. طالبانو هم په مقابل کې ژمنه کړې وه چې تاوتريخوالي به کموي او افغان حکومت سره به د سولې مخامخ مذاکرات پيلوي.

د افغان حکومت او طالبانو مذاکراتي ټيمونو د تير سپتمبر په نيمايي کې د نړيوالې ټولنې په ملاتړ د قطر هیواد په پلازمينه دوحه کې د سولې مخامخ مذاکرات رسما پيل کړل. خو طالبانو سربیره پر دې د افغانستان په مختلفو سيمو کې خپل بريدونه لا هم جاري ساتلي دي.

افغان چارواکو د جمعې په ورځ (د فبروري ۵مه) خبر ورکړ چې طالبانو همدا تيره شپه د شمالي ولایت کندز په خان آباد ولسوالۍ کې لږ تر لږه ۱۶ افغان امنيتي ځواکونه ووژل.

امريکا متحده ایالاتو په ۲۰۰۱ کال کې په امريکا د سپتمبر ۱۱مې تروریستي پیښې وروسته پر افغانستان پوځي حمله وکړه او د طالبانو رژيم يې ړنګ کړ. امریکا له هغه وخت راهيسې په افغانستان کې د خپلو سرتيرو شمیر تر ټولو ټيټ هغه يعنې ۲۵۰۰ ته راښکته کړی دی. 

آژانسونه/م.ک.ص./ا.ا.