1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو له امريکا څخه د دوحې تړون د مراعتولو غوښتنه کړې

۱۳۹۹ بهمن ۲۸, سه‌شنبه

د ناټو د دفاع وزیرانو ترغونډي یوه ورځ دمخه طالبانو له امریکا څخه د هغوی سره د امضأ سوي تړون د مراعتولو غوښتنه کړې ده. ملا عبدالغني برادر ویلي دي چي هغوی په تړون کي په موافقه سوو مکلفیتونو باندي پوه دي.

https://p.dw.com/p/3pR8m
Mullah Ahmad
انځور: shafqna

دغه خبره د طالبانو د مرستیال، ملاعبدالغني برادر له خوا په یوه امضأ سوې اعلامیه کي راغلې ده. د اعلامیې پراساس د طالبانو له پاره خبره د امریکايي قواوو پر پلان سوي وتلو باندي ده، کوم چي د اپريل میاشتي تر پایه پوري باید له افغانستان څخه ووځي.

ددې په مقابل کي به بیا طالبان مکلف کیږي چي د افغان حکومت سره د سولي خبري پر مخ بوزي، کومي چي د تیرکال په سپټمبر کي شروع سوي، خو له اونیو راهیسي پر مخ نه ځي.

په تړون کي طالبانو دا هم امضأ کړې ده، چي د افغانستان څخه به د نورو ډلو، لکه القاعده شبکې او نورو له خوا د ترهګرۍ خطر نه رامنځته کیږي.

خو غربي ډیپلوماټ، ناټو او امریکايي پوځ پرهغوی باندي تور لګوي چي په تړون کي راغلي مکلفیتونه پوره نه مراعتوي. مګر لکه پخواني جمهوررئیس، دونالد ترمپ، نوي جمهوررئیس، جوبایدن هم خپلو پلویانو ته وعده ورکړې وه، چي په افغانستان کي به د امریکایانو «ناپایه» جنګ ختموي.

د افغانستان جگړه د امريکا په تاریخ کي تر ټولو اوږد جنګ دی. د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر پر ۱۱ مه تر ترهګري بریدونو وروسته د امریکایانو په رهبرۍ ځواکونو پر افغانستان باندي يرغل وکړ او د هغه وخت د طالبانو رژیم یې سرکوبه کړ.

که څه هم طالبانو یو وار بیا د هغوی په وروستۍ اعلامیه کي د خپل سوله ایز نیت څخه ډاډ ورکړی دی، خو په عین حال کي یې دا هم ویلي دي چي نور هیوادونه حق نه لري، د هغوی په داخلي مسایلو کي مداخله وکړي.

هغوی لیکلي دي چي «زموږ د خاوري او تمامیت دفاع زموږ منل سوی حق دی.» همدا د فبرورۍ میاشتي په سر کي لا طالبانو اخطار ورکړی ؤ چي د دوحې د قرارداد باطلیدل به د «یوه لوی جنګ د شروع کیدو سبب سي.»

خو ناټو به په لومړي سر کي په افغانستان کي خپل ماموریت ته دوام ورکړي. د المان خبري آژانس د معلوماتو پراساس جرمني او د ناټو نورو متحدینو یې پردې باندي موافقه کړې ده چي د ناټو ددفاع وزیران به د راتلونکي چهارشنبې او پنجشبې په ورځو د خپلو تقریبأ ۱۰۰۰۰ عسکرو د راوتلو په باب تصمیم ونه نیسي.

د دې برعکس به هغوی یو واربیا له طالبانو څخه وغواړي چي تشدد راکم او د افغانستان له حکومت سره د سولي د خبرو د کامیابه کیدو لا ډیر کوښښ وکړي. د ناټو د منابعو په حواله، یوازي به هغه وخت دوی د افغانستان څخه راووزي چي شرایط او اوضاع ورته اجازه ورکړي.