1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«امریکایي ځواکونو پر طالبانو هوایي بریدونه کړي»

۱۳۹۹ آبان ۵, دوشنبه

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند ویلي دي چې د یکشنبې په ماښام یې د افغان امنیتي ځواکوانو د دفاع په موخه په میدان وردک ولایت کې پر طالبانو هوایي بریدونه کړي دي.

https://p.dw.com/p/3kROA
Afghanistan US-Kampfjets F16
انځور: Imago/UPI Photo

د امریکايي ځواکونو ویاند ډګروال سوني لېګت، د دوشنبې په ورځ د ټویټر په يوه پیغام کې لیکلي دي چې په مرکزي ولایت میدان وردک کې په دغه هوایي برید کې پنځه طالب جنګیالي وژل شوي دي. د هغه په خبره دغه برید له طالبانو سره په فبرورۍ میاشتې کې د شوي تړون په مطابقت ترسره شوی.

تر دې دمخه د روانې میلادي میاشتې په لومړیو کې طالبانو پر امریکا متحده ایالاتو باندې له دوی سره د شوي تړون څخه د سرغړونې تور پورې کړی وو چې متحده ایالاتو هغه رد کړی وو. متحده ایالاتو هغه مهال په هملند ولایت کې هوایي بریدونه کړي وو چې طالبانو د لښکرګاه ښار د نیولو له پاره سخت بریدونه پېل کړي وو.

س.ر/ن.ز (AG)