1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ځایي چارواکي: طالبانو المار ولسوالي نیولې ده

۱۳۹۹ اسفند ۲۱, پنجشنبه

افغان چارواکو د پنجشنبې په ورځ ویلي دي چې طالبانو په فاریاب کې د یوې ولسوالۍ مرکز له دولتي ځواکونو څخه نیولی دی. په دې سیمه کې له شلو ورځو راهیسې سخته جګړه روانه وه.

https://p.dw.com/p/3qURf
Karte Afghanistan Provinz Faryab Englisch
انځور: DW

د فاریاب د ولایتي شورا غړي عبدلمنان قاطع، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې طالبانو تر شلو ورځو جګړې وروسته، د المار ولسوالۍ دفتر نیولی دی.

دې چارواکي ویلي دي چې په دې ودانۍ کې بند پاتې دولتي ځواکونه توانیدلي دي چې په موټرو کې له سیمې څخه وتښتي، خو د تیښتې پر مهال پرې د طالبانو له خوا ډزې شوې دي.

د فاریاب د ولایتي شورا یوه بل غړي بیا روښانه کړې ده چې د نښتو پر مهال یو شمیر افغان پولیس لادرکه شوي هم دي. لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې دغه کسان د طالبانو له خو نیول شوي او که د تیښتې پر مهال وژل شوي دي.

یوه بل چارواکي بیا ویلي دي چې په دې سیمه کې د طالبانو د ځپلو له پاره لس ورځې مخکې ځمکني عملیات پیل شوي دي، خو توانېدلي نه دي چې طالبان پر شا کړي. اوس افغان امنیتي ځواکونو په سیمه کې هوایي عملیات هم پیل کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د دفاع وزارت د دې ولسوالۍ د سقوط خبر رد کړی دی او ټینګار یې کړی دی چې دولتي ځواکونو د خپلو عملیاتو په لړ کې طالبانو ته تلفات اړولي دي.

د آلمان خبري آژانس د څیړنو له مخې طالبان د افغانستان د ۳۸۸ ولسوالیو له ډلې څخه پر ۳۳ یې بشپړ کنترول لري.

که څه هم تر یوه کاله ډیره موده کیږي چې طالبان له افغان حکومت سره په خبرو اترو بوخت دي، خو بیا هم دغه ډله د ډیرو سیمو د کنترول د ترلاسه کولو په موخه پر افغان امنیتي ځواکونو باندې بریدونه کوي.

ms/nz (dpa)