1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکايي کارپوهان: طالبان ښايي په يوه کال کې کابل ونيسي

۱۴۰۰ تیر ۳, پنجشنبه

ځيني امريکايي کارپوهان په دې باور دي چې د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته کيدای شي طالبان په يوه کال کې کابل ونيسي. خو هغوی دا هم وايي چې د افغان حکومت سقوط حتمي نه دی او دا د دفاعي ځواکونو په وړتيا پورې اړه لري.

https://p.dw.com/p/3vTry
Afghanistan Taliban-Kämpfer in Farah
انځور: picture-alliance/AP Photo

والستريت ژورنال مجلې د چهار شنبې په ورځ د امريکا د استخباراتي ادارو د نوې ارزونې پر اساس ليکلي چې د امريکايي ځواکونو تر وتلو وروسته کیدای شي د ۱۲ مياشتو په موده کې طالبان کابل ونیسي.

واک ته د طالبانو د رسېدو په تړاو د اندېښنو له زياتيدو سره، هغه کارپوهانو چې د افغانستان په اړه تجربه لري، خبرداری ورکوي چې کمزورې رهبري، فساد او د افغان ځواک په ليکو کې توکمیزې ډلې ښايي طالبانو ته ګټه ورسوي او دا په دې پورې اړه لري چې آيا له ستونزو سره لاس او ګرېوان حکومت به پر ځای پاته شي او که نه.

له هغه راهيسې چې امريکايي ځواکونو په وتلو پېل کړی دی، وسله والو طالبانو خپلو بريدونه ته زور ورکړی دی او د يو شمير ولسواليو د نيولو ادعا کوي.

په همدې منځ کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني له خپل امريکايي سيال جو بايدن او نورو امريکايي چارواکو سره د ملاقات په موخه امريکا ته روان شوی دی. په پام کې ده چې دغه ليده کاته به د جمعې په ورځ وي.

د بحران نړيوالې ډلې څخه اندريو وتکنس د فرانسې خبري آژانس سره په خبرو کې وويل: «له دې څخه انکار نه شي کيدلی چې حکومت په ډېره چټکۍ او دومره اندازه سيمې له لاسه ورکړي دي.» خو د نوموړي په خبره «د کابل سقوط حتمي نه دی او داسې نه ده چې د طالبانو مخه نه شي نيول کیدلی.»

هغه وويل چې ډېري هغه ولسوالۍ چې طالبان یې د نیولو ادعاوې کوي «د هېواد لیرې پرتې سيمي دي چې لږ ستراتيژيکي يا نظامي ارزښت لري.» خو ځيني دغه ولسوالۍ بيا د ولايتونو د مرکزونو په شا او خوا کې پر لويو لارو پرتې دي.

Afghanistan Zabul - U.S. Soldat
د امريکايي ځواکونو د وتلو له پېل سره طالبانو خپلو بريدونه ته شدت وربخښلی دی انځور: picture-alliance/dpa/ISAF

وتکنس وويل: «طالبان دمګړۍ د سترو ښارونو په شا او خوا کې خپل ځواک زياتوي.»

په دې وروستيو کې افغان امنيتي ځواک د امريکا له خوا پر طالبانو د بريدونو له پاره هوايي ملاتړ نه لري او خپل هوايي ځواک یې هم کيدای شي د هغو په زرونو امريکايي قراراديانو په وتلو سره کمزوری شي چې د هغوی ملاتړ کوي.

کارتر مالکزيان چې د پنتاګون يو پخوانی چارواکی دی او اوس په «سي ان ای مشورتي» سازمان کې د افغانستان د امنيتي چارو کارپوه دی، وايي چې دا يوازې «لږ امکان» لري چې طالبان دې په نزدې راتلونکی کې کابل ته داخل شي.

خو نوموړي وویل چې دا څه د يوه کال په موده کې کيدای شي رامنځته شي ځکه چې اوس سملاسي لا د ولايتونو مرکزونه تر ګواښ لاندې نه دي.

مالکزيان وويل: «که چېرې د سترو ښارونو لکه کندهار او يا مزار شريف سقوط وليدل شي نو بيا کيدای شي له سړي سره د کابل د سقوط اندېښنه پيدا شي.»

خو د افغانستان له پاره د امريکا متحدو ايالاتو پخواني ځانګړي استازي جيمز دوبنس چې اوس په « Rand Corporation » څېړنیز مرکز کې کارپوه دی، وويل چې هغه د جګړې د شديدو انتظار لري.

هغه وويل چې دمګړۍ «ځیني شيان د طالبانو په ګټه دي. خو دغه څه هغوی عموما په لیرې پرتو سيمو کې لري چېرې چې یې پلويان دي.»

د نوموړي په خبره کله چې طالبان په ۱۹۹۶م کال کې واک ته ورسيدل نو ښارونه د دغه ډلې له پاره يوه ننګونه وه: اوس د هيواد نفوس نور هم ډېر شوی، ښارونه پراخ شوي، د زده کړو کچه لوړه شوې او خلک ډېر له يو بل سره وصل شوي او مديريت پيچلی شوی دی.

دوبنس وويل: «هغوی [طالبان] په ښارونو کې ډېر پلويان چېرې چې ټولې زيربناوې شتون لري، نه لري.»

وتکنس بيا وویل چې افغان امنیتي ځواک چې څه لازم دي هغه کوي، يعني پر زيات نفوس لرونکي مرکزونو او پر لويو لارو تمرکز کوي. او ښايي د دفاع وزارت په مشرتابه کې تازه بدلون هم مرسته وکړي.

نوموړي وويل: «افغان پوځ بايد داسې ځواک او انعطاف پذیري وښيي چې طالبان په زور پر هيواد د کنترول له پاره پر خپلو هڅو له سره غور وکړي.» 

مالکزيان بيا وويل چې »طالبانو پر دې تمرکز کړی چې پر حکومت د خلکو باور راکم او عامه روحيه ضعيفه کړي څو د راتلونکي حکومت د جوړولو له پاره په خبرو کې اترو کې برلاسي واوسي.»

هغه زياته کړه: «دوی [طالبان] په نهايت کې دا غوښتنه نه لري چې په هره بيه کابل او يا د هېواد نورې برخې فتح کړي.» هغه زياته کړه: «هغوی د افغان دولت پاشل کيدل غواړي څو دوی بيا وکولی شي له دغي تشي په ګټه واک ته ورسيږي.»

هغه ټینګار وکړ چې د سولې خبرې اترې طالبانو ته د اعتبار د ترلاسه کولو له پاره ډېرې مهمې دي. نوموړي زياته کړه: «طالبانو ته دا ډېره مهمه ده چې د نړيوالو له خوا په رسميت وپيژندل شي. دا ورته د راتلونکي د مرستو او ملاتړ ترلاسه کولو له پاره هم ډېر اهميت لري.»

ب. ص/ ن. ز (AFP)