1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: تاجکستان او قرغزستان دې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي

۱۴۰۰ خرداد ۱۶, یکشنبه

طالبانو په یوه اعلاميه کې د تاجکستان او قرغزستان هیوادونو څخه غوښتي دي چې تر منځ يې راولاړ شوي اختلافات د جګړې پر ځای د خبرو اترو له لارې حل کړي.

https://p.dw.com/p/3uUg4
Katar Doha | Afghanistan Friedensverhandlungen | Abbas Stanikzai
انځور: Getty Images/AFP/K. Jaafar

طالبانو پر تاجکستان او قرغزستان غږ کړی دی چې تر منځ يې راولاړې شوې ستونزې دې د جګړې پر ځای د خبرو اترو له لارې حل کړي.

طالبانو په یوه اعلاميه کې د تاجکستان او قرغزستان هیوادونو څخه غوښتي دي چې تر منځ يې راولاړ شوي اختلافات د جګړې پر ځای د خبرو اترو له لارې حل کړي.

د طالبانو دغه اعلاميه د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد یکشنبه د جون ۶مه پر خپل ټويټر خپره کړې ده. د اعلاميې په یوه برخه کې راغلي دي: «اسلامي امارت په دواړو اسلامي هیوادونو غږ کوي چې هڅه وکړي خپلې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي.»

په همدې اړه:د قرغزستان او تاجيکستان په سرحدي نښته کي ۱۳ کسان وژل سوي

په اعلاميه کې زیاته شوې ده چې طالبان تر هر چا ډير د جګړې د زیانونو په اړه تجربې لري او د جګړې پر ځای يې پر تفاهم ټينګار کړی دی.

د طالبانو د اعلاميې په پای کې يې تاجکستان او قرغزستان هیوادونو ته په خطاب کې ويلي دي: «د خپلو ملتونو اوږدمهاله ګټې، او امنیت په نظر کې ونیسئ او ستونزو ته د تفاهم او خبرو له لارې معقول او منطقي حل پيدا کړي»، ځکه چې په خبره يې دا به د دواړو هیوادونو او ملتونو په ګټه وي.

د تاجکستان او قرغزستان ترمنځ په وروستیو ورځو کې سرحدي نښتې شوي چې مرګ ژوبلې يې هم لرلي دي. اوس داسې رپوټونه خپاره شوي چې دواړو هیوادونو په خپلو کې سره اوربند کړی دی.