1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د خلیلزاد سفر او د افغانستان د وضعیت په اړه د امریکا انديښنه

۱۴۰۰ مرداد ۱۹, سه‌شنبه

په داسې حال کې چې امریکا د افغانستان د روان وضعیت په اړه انديښنه ښودلې ده، خو له دغه هېواد څخه به د امریکایي ځواکونو د ایستلو پلان په خپل حال پاتې وي. بل لور ته ټاکل شوې ده خلیلزاد به روانه اونۍ له طالبانو سره وويني.

https://p.dw.com/p/3ymWI
USA Pentagon-Sprecher John Kirby
انځور: Alex Brandon/AP Photo/picture alliance

د طالبانو د پرمختګ سربیره امریکا له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو ایستلو ته ژمنه ده. دا خبره د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کیربي د دوشنبې په ورځ کړې ده.

هغه زیاته کړه چې په دغه هیواد کې امنیتي وضعیت په سم لورې نه دی روان، بلکې مخ په خرابیدو دی. کیربي وویل چې د امریکا د دفاع وزارت لکه د پخوا په شان اوس هم په دې نظر دی چې افغان امنیتي ځواکونو د طالبانو پر وړاندې جګړه کې له خپل ځان څخه د دفاع توان او صلاحیت لري. د امریکا د دفاع وزارت ویاند وویل دوی (افغان امنیتي ځواکونه) یو لړ مثبتې تقطي لري، کوم چې طالبان یي نه لري. کیربي ټینګار وکړ: «دا د هغوي هیواد دی چې باید ترې دفاع وکړي. دا اوس د هغوي جګړه ده.»

کیربي د هوایي بریدونو په هکله وویل چې د اګست تر پایه بهرنیو ځواکونو تر وتلو پورې او له هغې وروسته به هم د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړل شي: «مونږ د دې کار له پاره ځانګړې توانایي لرو چې له لیري واټن څخه یي ترسره کړو او هغه بریدونه چې مونږ ترسره کړي دي ټول له لیري فاصلې څخه ترسره شوي دي او له دې وړتیا څخه به په راتلونکي کې هم استفاده وکړو.»

اوسمهال امریکایي الوتکې له افغانستان څخه د له باندې پرواز کوي چې طبیعي ده له امله به یي د پخوا په پرتله د امریکایي الوتکو د حملو توان کمیږي. هوایي بریدونه یوازې په هغه صورت کې ترسره کیږي چې واقعاً اغیزمن وي او امکان ولري.

US-Sondergesandter Khalilzad für Afghanistan
د افغانستان د سولې له پاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزادانځور: Getty Images/AFP/K. Jaafar

د می په میاشت کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ له پیلیدو سره سم طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی او د دغه هیواد ډیرې برخې یې تر کنترول لاندې راوستلي دي.

دوحې ته د خلیلزاد سفر

بل لور ته ټاکل شوې ده د افغانستان د سولې له پاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد به په روانه اونۍ کې له طالبانو سره وویني.

د دوشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې خلیلزاد به د دوحې په خبرو اترو کې پر طالبانو فشار راولي چې په افغانستان کې خپل پوځي عملیات راکم کړي. وزارت واضحه کړه چې «د مذاکراتو له لارې روغه جوړه د جګړې پای ته رسولو یوازنی شرط دی.»

نوموړی وزارت وایي چې د طالبانو چټک پرمختګ، د ملکي خلکو مرګ ژوبله او د بشري حقونو تر پښو لاندې کیدل ډیر د انديښنې وړ دي.

آژانسونه: ش.ن/ ب. ص