1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: د الظواهري د وژلو په هکله د امریکا د ادعا پلټنه کوو

۱۴۰۱ مرداد ۱۴, جمعه

د طالبانو چارواکي وویل چې طالبان اوس په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د القاعده شبکې د مشر د وژلو په هکله پلټنې کوي. د نوموړي د خبرو له مخې د طالبانو مشران د الظواهري له شتونه بې خبره ول.

https://p.dw.com/p/4F61k
Al Kaida Chef Aiman al-Sawahiri (Archivbild)
انځور: AUSAF Newspaper/EPA/picture alliance/dpa

د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د اګست ۴) د طالبانو د حکومت یوه چارواکي وویل چې دوی اوس په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو په لاس د الظواهري د وژلو پلټنه کوي. امریکا متحده ایالاتو د تیرې یکشنبې په ورځ په کابل کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري د یوه کور په بالکن کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وواژه. امریکايي چارواکو ویلي دي چې تر اسامه بن لادن وروسته دا القاعده شبکې ته تر ټولو سخته ضربه ده.

ملګرو ملتونو ته د طالبانو له لوري معرفي شوی استازی سهیل شاهین له قطره خبريالانو ته په يوه لېږل شوي پيغام کې څرګنده کړې ده چې د طالبانو مشران د ادعا شوې پیښې او یا [په افغانستان کې د الظواهري د شتون] د نخښو په هکله بې خبره ول. د نوموړي په خبره «پلټنې روانې دي ترڅو د ادعا کره توب وموندل شي. د نوموړي په خبره، د پلټنو پایلې به بیا له خلکو سره شریکې کړل شي.

سهیل شاهین ویلي‌ چې طالبان اوس د الظواهري د وژل کیدو د ادعا په هکله پلټنې کوي.
سهیل شاهین ویلي‌ چې طالبان اوس د الظواهري د وژل کیدو د ادعا په هکله پلټنې کوي. انځور: Getty Images/AFP/K. Jaafar

تر اوسه پورې د طالبانو مشرانو په کابل کې د الظواهري د وژل کیدو په هکله څرګندونې نه دي کړي او نه یې هم د امریکا د بې پیلوټه الوتکې د برید په نتیجه کې د الظواهري وژل کیدل او یا د هغه شتون تائید کړی دی. د طالبانو په ډله کې دریو سرچینو ویلي دي چې اوس د طالبانو په منځ کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې د برید د ځواب په هکله اوږده بحثونه ادامه لري.

په خټه مصری ډاکټر ایمن الظواهري پر امریکا متحده ایالاتو باندې د سپتمبر د ۱۱مې ترهګریزې پیښې یو له مرکزي طراحانو بلل کیږي. په کابل کې د نوموړي تر وژل کیدو وروسته، اوس داسې پوښتنې مطرح کیږي چې آیا طالبانو نوموړي ته پناه ورکړې وه، داسې یو اقدام چې طالبانو د دوحې په تړون کې یې د نه کولو ژمنه کړې وه.

د واشنګټن او طالبانو ترمنځ د دوحې د تړون له مخې طالبان اړ دي چې له ترهګریزو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي او د افغانستان خاوره د امریکا یا د هغوی د متحدینو پر خلاف ونه کارول شي.

سهیل شاهین همدا راز ليکلي دي چې طالبان په قطر کې له امریکا متحده ایالاتو سره شوي تړون ته ژمن دي، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن بیا ویلي ول چې الظواهري ته په پناه ورکولو سره طالبانو د دوحې تړون په ښکاره توګه مات کړی دی.

زموږ له آرشیف څخه: