1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

قريشي: د طالبانو په رسميت پيژندنې ته دي يوه تګلاره غوره شي

۱۴۰۰ مهر ۱, پنجشنبه

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير وړاندیز کړی دی چې نړيواله ټولنې دې يوه داسې تګلاره غوره کړي چې له طالبانو څخه دي پکې خپلې غوښتنې مطرح کړي او هغوی ته داسې وړاندیزونه وشي چې له مخې يې د هغوی په رسميت پيژندنې ته لاره هواره شي.

https://p.dw.com/p/40hMO
Deutschland, Berlin | Außenminister: Qureshi trifft Maas
انځور: Kay Nietfeld/dpa/picture alliance

شاه محمود قريشي د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې له اسوشيتد پريس خبري آژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې ويلي دي چې تر دې وروسته بيا نړيواله ټولنه کولی شي له طالب مشرانو سره مخامخ خبرې وکړي.

نوموړي وويل: «که چيري هغوی [طالبان] توقعات پوره کړي، نو دوی ته به هم آسانه شي چې په رسميت وپيژندل شي. دا هغه څه دي چي طالبان اړتيا ورته لري.» قريشي زياته کړه: «خو په عين وخت کې نړيواله ټولنه هم بايد وپوهيږي: چې څه بديل لري؟ نور کوم انتخابونه لري؟ طالبان اوس يو حقيقت دی او له حقيقت څخه سړی سترګې نه شي پټولای.»

هغه د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د سپتمبر ۲۲) په دغه مرکه کې وويل: «پاکستان له نړيوالې ټولنې سره د يو سوله ایز او باثباته افغانستان په غوښتنه کې همغږی دی چې هلته نور د ترهګرۍ له پاره هیڅ خلا پاتې نه شي او طالبان هم باید تضمين کړي چې د افغانستان خاروه به هیڅکله هم د يوه بل هېواد پر ضد ونه کاريږي.»

هغه زياته کړه: «خو موږ وايو چې په دې هڅه کې مو حقيقت بين واوسئ. هڅه وکړئ نوښتګر واوسئ. تر اوسه مو چې له هغوی سره د چلن کومه لاره خپله کړې وه، هغې کار نه دی ورکړی.»

قريشي په خپلو خبرو کې وويل چې د طالب مشرانو څخه په انتظاراتو کې بايد يو ټول شموله حکومت، د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو تضمين شامل وي. هغه زياته کړه چې د دې کار له پاره کيدای شي نړيواله ټولنه د طالبانو حکومت په اقتصادي او بيارغونې برخه کې د مرستې له لارې تشويق کړي.

نوموړي وويل چې نړیوال وجهي صندوق او نور هيوادونه بايد ژر تر ژره د افغان حکومت کنګل شوي شتمنۍ آزادي کړي څو دغه پېسې «په افغانستان کې د وضعيت په نورماليدو کې مرسته وکړي.»

Pakistan Islamabad Taliban-Delegation trifft Außenminister Shah Mahmood Qureshi
انځور: picture-alliance/AP/Pakistan Ministry of Foreign Affairs

نوموړي ژمنه وکړه چې پاکستان چمتو دی له طالبانو سره د تماس د کانالونو په پرانيستلو کې «رغنده نقش» ولوبوي، چې دا هم له سولې او ثبات سره مرسته کوي.

پاکستان چې له افغانستان سره اوږده پوله لري، دې ته ليوال دی چې په افغانستان کې بدلون، چې هغه هر ډول وي، پاکستان ته ترې بايد ګواښ متوجې نه شي چې د قريشي په وينا دغه څه يوه ثابت او سنجول شوي چلن ته اړتيا لري.

قريشي وویل: «په دې موخه دواړو لورو ته واقع بينانه ارزونه او نظر باید موجود وي چې دا به په پای کې په رسميت پيژندنې ته لاره هواره کړي.»

قريشي په خپله دې مرکه کې زياته کړه: «ښه خبر دادی چې طالبان خبرو ته غوږ ږدي او د هغه څه پر وړاندې چې د ګاونډيانو او يا نړيوالې ټولنې له خوا ورته ويل کيږي، ډېر حساس نه دي.»

هغه وويل: «داسمه ده چې هغوی په خپله کابينه کې تر اوسه ښځې نه لري، خو و به ګورو چې وضعيت څنګه کيږي.»

قريشي وويل: «زما په آند هغه څه چې نړيواله ټولنه یې کولی شي، دا دي چې په ګډه سره کښېني او يوه تګلاره رامنځته کړي.» هغه زياته کړه: «که چېرې طالبان د هغوی انتظارات پوره کړي، نو نړيواله ټولنه به ورسره د هيواد په باثباته کولو کې مرسته وکړي.»

نوموړي زياته کړه:«زما په آند په دې ډول يوې تګلارې سره به نړيواله ښکېلتيا ډېره رغنده وي.»

ب. ص/ ن. ز (AP)