1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسمشر غني قطر ته ځي

۱۳۹۹ مهر ۱۴, دوشنبه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په داسې حال کې د قطر پلازمينې دوحې ته سفر کوي چې هلته حکومتي او د طالبانو استازي د بين الافغاني خبرو په موخه ور ټول شوي دي. آیا د طالبانو له استازو سره ليده کاته هم د سفر برخه ده؟

https://p.dw.com/p/3jR48
Aschraf Ghani
انځور: Reuters/M. Ismail

رويترز خبري آژانس د افغان چارواکو په حواله ويلي چې ولسمشر غني نن، دوشنبه سهار لومړی کويت ته ولاړ څو هلته د کويت د مخکيني امیر شيخ الاحمد الجابر الصباح د فاتحې په مراسمو ګډون وکړي. له ولسمشر سره يو لوړ پوړی حکومتي هيئت ملتيا کوي.

کويت ته تر لنډ سفر وروسته به ولسمشر دوحې ته په يوه دوه ورځني سفر ولاړ شي. نوموړی به هلته د قطر له امیر شيخ تميم حمد بن ال ثاني او لومړي وزير او نورو لوړ پوړو چارواکو سره وګوري.

ولسمشر غني په داسې حال کې قطر ته سفر کوي چې په پلازمينه دوحه کې په افغانستان کې د تاوتريخوالي د کمښت او د دغه هيواد اوږدې جګړې د ختمولو په موخه په جګړه کې ښکيل اړخونه سره راټول شوي دي.

خو په لومړي ځل د ترسره کیدونکو دې مخامخ مذاکراتو سربیره هم په افغانستان کې تاوتريخوالی لا کم شوی نه دی. په دې وروستيو ورځو کې په ټول هيواد کې د نښتو او ځانمرګو بريدونو په نتیجه کې په لسونه افغان عسکر، طالب جنګيالي او ملکي وګړي وژل شوي دي.

غني او ورسره مل پلاوی به یې په کويت کې تر لنډ توقف وروسته قطر ته سفر وکړي. د افغان چارواکو په حواله به ولسمشر غني هلته له طالبانو سره د خبرو په موخه موجود پلاوي سره هم وګوري. همدا راز زياته شوې: «د افغانستان او قطر د اړيکو او په بېلا بېلو برخو کې د ګډې همکارۍ ژورولو په موخه به ولسمشر د قطر له مشرانو سره يو شمير ملاقاتونه ولري.»

خو يوه لوړ پوړي غربي ډيپلومات چې بين الافغاني مذاکرات له نزدې څاري، وويل: «دا واضح ده چې ولسمشر به د طالبانو له استازو سره ونه ګوري ځکه تر اوسه تاوتريخوالی نه دی کم شوی او هغوی [طالبان] د بې ګناه ملکيانو وژلو ته ادامه ورکوي.»

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ په فيسبوک پاڼه کې ويل شوي چې ولسمشر غني به د دوحې په انستيتويت کې ديپلوماتانو، استادانو، محصلينو او پوهانو ته هم وينا وکړي.

له ولسمشر سره په دې سفر کې د جمهوري رياست لومړی مرستيال امرالله صالح، د بهرنيو چارو سرپرست وزير حنیف اتمر، د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب او يو شمير نور وزيران او لوړ پوړي چارواکي ملتيا کوي.