1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالب زندانیانو خوشې کېدو سره د افغان حکومت مخالفت

۱۳۹۹ بهمن ۱, چهارشنبه

افغان حکومت وايي، د طالب زندانیانو خوشې کېدل به تاوتریخوالی لاپسې ډير کړي. ایا د جوبایډن راتګ به د زندانیانو سربیره د سولې پرټول بهیر اغیز ولري؟

https://p.dw.com/p/3oAPn
Afghanistan Taliban-Freilassung
آرشیف انځورانځور: picture-alliance/Zuma/PPI

په دوحه کې د بین الافغاني خبرو د دویم پړاؤ له دوام سره همهاله افغان حکومت یوځل بیا ټینګار کړی چې طالب زندانیانو خوشې کېدل د جګړې درولو سره هیڅ مرسته نه کوي.

په عامه اړیکو او ستراتیژیکو چارو کې د ولسمشر سلاکار، وحید عمر نن چهارشنبې (د ۲۰۲۱ میلادي کال د جنورۍ ۲۰مه) خبریالانو ته وویل، چې د ۵ زره طالب زندانیانو خوشې کېدو وښوده چې طالبان د تاوتریخوالي کمولو هوډ نه لري: «په تېر کې د پنځو زرو طالب بندیانو ازادولو ثابته کړه چې تاوتریخوالی ډیر شو، د نورو بندیانو ازادولو سره ښایې جګړه او تاوتریخوالی لاپسې ډيروالی ومومي.»

د طالبانو نورې غوښتنې څه دي؟

د مالوماتو له مخې، طالبان د بین الافغاني مذاکراتو په دویم پړاؤ کې درې بنسټيزې غوښتنې لري، چې د ۷ زره زندانیانو خوشې کېدل یې لومړی هغه ده.
له تور لیست څخه د ‍۱۳۹ طالب مشرانو لرې کول او په نظام کې بدلون د طالبانو نورې غوښتنې دي.
د ولسي جرګې غړي قاضي نذیر حنیفي د جرګې عمومي غونډې ته وویل: «طالبان دغه نظام کفري بولي او په هیڅ صورت ورته د منلو نه دی.»

د افغانستان سولې انستیتیوت مشر خلیل صافي دویچه ویله ته وویل، افغان حکومت تمه لري چې د ۷ زره زندانیانو د خوشې کېدو بدل کې طالبان اوربند ته غاړه کیږدي: «که طالبان د حکومت د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه ونه مني ممکن دا موضوع بیا جنجالي شي او د مذاکراتو د ځنډ لامل وګرځي.»

دا څرګندونې داسې مهال دي چې ټاکل شوې جوبایډن نن چهارشنبې د امریکا د نوي ټاکل شوي ولسمشر په توګه "لوړه" وکړي.

په کابل کې یوشمېر کتونکی پردې اند دي چې د دوحي بین الافغاني مذاکرات د امریکا د نوي ولسمشر کار تر پيلېدو پایلې ته نه شي رسیدلی او هلته ټول پرمختګونه د بایډن په تمه دي. خو مهمه پوښتنه دا هم ده چې ایا د بایډن راتګ د افغان سولې پر روان بهیر اغیز لري؟

بهرنیو چارو وزارت ته د جوبایډن نومول شوي انټوني بلینکن امریکايي سناتورانو ته ویلي چې طالبانو سره د امریکا تړون به له سره وارزوي. خو ښاغلي بلینکن دا ټینګار هم کړی چې ددې اوږدي جګړې ختمولو ته ژمن دي.

د تاوتریخوالي ډېرېدل جوبایډن پر افغان تګلاره له سره کتنې ته اړ کوي

د سولي انستیتیوت مشر خلیل صافي وویل، د ۷ زره طالب زندانیانو خوشې کېدل د طالبانو او امریکا د لاسلیک شوي تړون یوه برخه ده او بایډن تردې وړاندې ددې تړون پلې کېدو ته ژمنتیا ښودلې: «خو که بیا هم بین الافغاني خبرې اوږدې شي او ترڅنګ یې تاوتریخوالی ډیر شي، نو ښايي جوبایډن پر افغان پالیسی له سره کتنه وکړي.»

افغان سولې مذاکرات داسې مهال له نیږدې په ټپه ولاړ حالت سره مخ دي، چې له تېرو څو ورځو په ولسي جرګه کې هم پرې تاوده بحثونه کیږي.

د پارلمان مشر میررحمان رحماني حکومت او طالبان دواړه تورن کړل چې سوله نه غواړي: «نه طالبان سوله غواړي او نه هم په حکومت کې د سولې اراده لیدل کیږي.»

د جرګې مشر دا هم وویل، چې د سولې بهیر په اړه له اصلي واقعیتونو مالومات نه لري او په دې اړوند ډیر مسایل د پردې ترشا مطرح کیږي.
اسماعیل شاکر – کابل