1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل کې له ۲۵ کلونو یوه خونه کې زندانۍ ښځه ژغورل شوې

۱۴۰۲ شهریور ۳۱, جمعه

طالبان وايي، دا ښځه له تېرو ۲۵ کلونو راهېسې په یوه تیاره خونه کې ساتل کېده، چې د کابل پولیسو ژغورلې ده. دا ښځه ولې او چا زنداني کړې وه؟

https://p.dw.com/p/4Wg2C
د نیکبختې په نوم میرمن له ۲۵ کلونو په یوه تیاره خونه کې ساتل کېده
د نیکبختې په نوم میرمن له ۲۵ کلونو په یوه تیاره خونه کې ساتل کېدهانځور: Wakil Koshar/AFP/Getty Images

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۳ میلادي کال د سپټمبر ۲۱مه) اعلان وکړ چې دا ښځه په یوه بشپړه تیاره او له کثافاتو ډکه خونه کې له تیرو ۲۵ کلونو زنداني وه.

په ټولیزو شبکو کې ددې میرمنې د زنداني کېدو خونې زړه بوږنوونکي انځورونه لاس په لاس کیږي. ویل کیږي چې هغې ته خواړه له کړکۍ څخه ورکول کېدل.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وویل: «هغې چې کله نور خلک لېدل نو ځان یې ناخوندې احساسوه او ډارېده.»

قانع زیاته کړه دې ښځّې سخت رواني او فزیکي زیانونه ليدلي دي. ده وویل، اوسمهال دا ښځه د کابل په روغتون کې تر درملنې لاندې ده.

اړوند مطالب:پر افغان ښځو د زورزیاتي کچه ولې لوړیږي؟

د روغتون یو ډاکټر وايي، ښځه په خوارځواکی اخته او د ویني له سخت کمښت سره مخامخ ده. د ډاکټرانو په وینا د هغې هډوکي مات شوي او د وجود بندونو یې سخت زیان لېدلی.

 ښځه چا او ولې زنداني کړه؟

د طالبانو د پولیسو لومړی څېړنې ښيي چې هغه له خپل لومړي میړه څخه تر جلا کېدو وروسته د ژوند له دغو سختو کړاوونو سره مخ شوه.

ویل کیږي چې له میړه سره د هغې جنجال د «نه حامله کېدو» پر سره ؤ او ورونو یې هم د «وراثت پر سره د اختلافاتو» له امله له تېرو ۲۵ کلونو زنداني کړې وه.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، ددغه جرم په تور د هغې د ورور او وراره په ګډون د هغې د کورنۍ دوه غړي نېول شوي او قضیه به په بشپړ ډول وڅېړل شي.